د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه له کوربه بنګلهدېش لوبډلې سره خپله درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې په خپلو دوو سیالیو کې له بنګلهدېش څخه ماتې خوړلې ده. ملي لوبډله به په سبانۍ لوبه کې هڅه کوي، څو د یاد سیریز د یو ورځنیو لوبو وروستۍ سیالي وګټي او له دې لوبې څخه لس امتیازه ترلاسه کړي.
د افغانستان او بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه لوبه به د چېټاګرام په ظهور احمد چوهدري لوبغالي کې ۹:۳۰ پیل شي.
یادې یو ورځنۍ سیالۍ د ۲۰۲۳ کرېکټ نړیوال جام ته د لارموندنې لپاره ترسره کېږي چې هره لوبه یې لس نمرې لري.
بنګلهدېش له افغانستان څخه د یادو دوو سیالیو په ګټلو سره د ۲۰۲۳نړیوال جام ته د لارموندنې د سوپر لیګ په جدول کې لومړی ځای خپل کړ. بنګلهدېش تراوسه د کرېکټ نړیوال جام ته د لارموندنې په سوپر لیګ کې سیالیو کې ۱۴ لوبې کړي چې لس لوبې یې ګټلي او څلور یې بایللي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال افغانستان بیا تراوسه په دې لیګ کې ۸ لوبې کړي چې یوازې همدا دوه لوبې یې بنګلهدېش ته بایللي او شپږو لوبو کې یې بریا خپله کړې ده. افغان کرېکټ ملي لوبډله د دې لیګ په اووم ځای کې پروت دی.