
ټلوېزیونونو ته د ا.ا تازه حکم؛ ښځینه ویاندویانې باید مخونه پټ کړي
طلوعنیوز خصوصي ټلوېزیون ویلي چې اسلامي امارت په یوه تازه حکم کې د موبيګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتنه کړې چې له دې وروسته، د یادې شبکې ټولې ښځینه ویاندویانې د ټلوېزیوني خپرونو د مخته وړلو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي. د اسلامي امارت تازه امر پر ټولنیزو رسنیو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.













