
بغلان کې د یوه کور چت لوېدو له امله پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د فاریاب محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې یوې ښځې تېزاب څښلي او ځانوژنه یې کړې ده.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالله محمدي سلاموطندار ته ویلي، پېښه پنجشنبه شپه د قیصار ولسوالي په خواجهزاهدخان» کلي کې رامنځته شوې ده. محمدي زیاتوي، دغه ښځه زهرا نومېده او د تېزاب په څښلو سره یې ژوند ته د پای ټکی اېښی.

د ښځو د پیوستون له نړۍوالې ورځې سره هممهاله د سیمې او نړۍ د ۲۳ هېوادونو او اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، له ا.ا څخه پهکې غوښتنه شوې چې افغانستان کې پر ښځو لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

که څه هم افغان ښځو په تېر یوه کال کې له محدودیتونو کړېدې، خو یوشمېر ښځو بیا هم د هوټلونو، خیاطیو او وطني تولیداتو او لاسي صنایعو د نندارتونونو په جوړولو سره هڅه وکړه چې هم ځان او هم نورو ښځو ته د کاروبار اسانتیاوې برابرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما د مارچ اتمې په مناسبت یوه پیغام کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

سږ کال د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال راورسېده چې افغان ښځې د زدهکړو او کار په ګډون، خپلو بنسټیزو حقونو ته چې نړیواله ټولنه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره مهم شرطونه بولي، لاسرسی نهلري.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنۍ سره هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز ولګېد او پوهنې وزارت د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په درېیمه اعلان وکړ چې تر بل امر دې نجونې ښوونځیو ته نه ځي.

په کابل ښار کې یوشمېر هغه سوالګرې چې د حکومت له لوري څو میاشتې وړاندې ثبت او بایومټریک شوي، سلاموطندار ته وايي چې تراوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

د مارچ اتمه د ښځو د یووالي نړیوالې ورځې له رسېدو سره هممهاله لا هم هېواد کې مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقوقو په ځانګړې توګه له زدهکړو او کار محرومې دي.
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي، خو د یونیم کال په تېرېدو یې دروازې هماغسې بندې دي.

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو له تړلکېدو نږدې ۱۹ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د نجونو زدهکوونکو د زدهکړو راتلونکی یوه ناملعوم برخلیک سره مخ دی.
په لوېدیځ او سوېل لوېدیځو ولایتونو کې یوشمېر نجونې زدهکوونکې وايي چې د زدهکړو نامعلوم برخلیک او د ښوونځيو تړلي پاتېکېدو اندېښمنې کړې دي.

د هېواد په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې نجونې زدهکوونکې وایي، د نجونو له زدهکړو پرته ټولنه هېڅ ډول پرمختګ نهشي کولای او اسلامي امارت دې د دوی دا شرعي حق په زوره نه ترې اخلي.
دا نجونې زدهکوونکې وایي، د ښوونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو وروسته نه یوازې خپل راتلونکي ناڅرګند برخلیک ته اندېښمنې دي، بلکې له اروايي ستونزو سره یې هم مخ کړې دي.

نوی تحصیلي کال نن، د کب میاشتې په ۱۵مه د هېواد په سړو «سردسیرو» ولایتونو کې پیل شو. په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې له افغان نجونو پرته د هېواد په پوهنتونونو کې تحصیلي کال پیلېږي. د کابل پوهنتون زدهکړیاله سمیرا عباسي وايي، خواشینې ده چې سږنی تحصیلي کال له دوی پرته پیلېږي.

د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي چې د کابل له بېلابېلو سیمو څخه یې د ښځو او ماشومان په ګډون څه باندې ۲۹۰۰۰ سوالګر راټول کړي ډي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه د کب ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کب تر ۱۴مې نېټې پورې ۲۹۴۰۳ سوالګر ټول کړي دي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد وايي، افغانستان کې له زدهکړو د نجونو محرومیت ته باید د پای ټکی کېښودل شي.
د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه به د افغان نجونو د زدهکړو د اړتیا لپاره خپل یووالي ته دوام ورکړي.

یوشمېر متشبثو او سوداګرو ښځو نن په کابل کې د خپلو ستونزو شریکولو او نندارې ته د تولیداتو اېښودلو په موخه «د متشبثو او سوداګرو ښځو ملي غونډه او نندارتون» دوهورځنی پروګرام پیل شو.
دغو ښځو په یاد نندارتون کې په خپلو لاسونو جوړ کړي دستکولونه، غالۍ، ګلیمونه او نور لاسي صنایع نندارې ته ايښي دي.

تېر یونیم کال کې اسلامي امارت په وار وار نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې اوسني حکومت سره په رسمي توګه تعامل وکړي، خو نړۍ د اسلامي امارت د سیاستونو او پر افغانانو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو لګولو له امله یادې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.