افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال مري

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او په‌کې لیکلي یې دي چې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د زېږون پر مهال د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بودیجې په کمېدو سره به یې په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د مړینې شمېر نور هم زیات شي.

غزني کې د لاسي صنایع سوړ بازار؛ «ښځو ته دې ځانګړی بازار جوړ شي»

په غزني کې یوشمېر صنعت‌ګرې ښځې وایي، د تېرو دوو کلونو په پرتله یې د پلور کچه خورا راټیټه شوې ده. یوې صنعت‌ګرې ګل‌چمن رحیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو او صنعت‌ګرو عواید د پام وړ کم شوي دي. ګل‌چمن له ا.ا څخه غواړي چې په غزني کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي او د صنعت‌ګرو ښځو د کار ملاتړ وکړي.

د ځوانانو د هدف لرلو کچې ارزونه؛ ۶۰.۹سلنه ځوانان ژوند کې مشخص هدف لري

افغانستان کې ځوانان له بېلابېلو اقتصادي، ټولنیزو او تحصیلي ننګونو سره مخ دي چې کولای شي، د دوی پر هیلو او هدفونو اغېز ولري. دغه نظرپوښتنه، د ځوانانو د هدف لرلو  کچې ارزونې، د هدف احتمالي نه‌لرو لاملونو او د زده‌کړو، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو سره یې ارتباط په تړاو شوې.

هرات کې د تېر کال په پرتله د «رحم سرطان» ۳۰ سلنه زیات شوی

د هرات د حوزوي روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر سرطان ناروغي د اخته کېدونکو مېرمنو د شمېر زیاتېدو سره هم‌مهاله وايي، سږ کال د «رحم سرطان» د تېر هغه په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې مسوول احمدفاروق صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې د «رحم سرطان» د پېژندنې برخه کې کمزورتیا د دې ناروغي د زیاتېدو لامل شوې ده.

هرات، ننګرهار، تخار او بدخشان کې سېلابونه؛ ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري

په سېلاب‌ځپلیو ولایتونو کې یوشمېر ښځې وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې د راغلیو سېلابونو له کبله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. دا ښځې وايي، د سېلابونو راتلل او د روغتیايي مرکزونو لرېوالی لامل شوی چې هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.
په دغه راپور کې له اووه‌لسو ښځو سره چې پنځه یې په هرات، پنځه په تخار، څلور په بدخشان او درې هم په ننګرهار کې دي، مرکې شوې دي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د ټکنالوژۍ استفادې د ګډ ژوند ښه‌والي کې مرسته کړې

د یادو ۶۶ نارینه او ښځینه‌وو له ډلې یې ۵۵کسانو ویلي، ټکنالوژۍ څخه استفادې یې د ژوند کیفیت ښه کړی. دغه ۵۵کسان چې ۳۱ښځې او ۲۴نارینه دي، وايي، له ټکنالوژۍ استفاده یې، د ګډ ژوند پر اړخونو مثبت اغېز کړی. سلام‌وطندار له ۶۶ ښځو او نارینه‌وو سره مرکې کړي چې موندل شوې، د ډېرو ګډ ژوند له ټکنالوژۍ څخه د استفادې له امله ښه شوی.

افغانستان کې د کوچۍ مېرمنو ژوند؛ «خاوند مې وايي، بل واده کوم، هلکان کم دي»

د ښځو  حقونو او ټولنیزې پراختیا ته په پام کوچۍ مېرمنې او نجونې لاهم د ژوند له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. فقر، په کم عمر کې واده، ښوونیز او روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسی، نورې هغه برخې دي چې کوچۍ مېرمنو او نجونو ته یې ژوند سخت کړی دی.

د ښځو د مالکیت په اړه د سلام‌وطندار نظرپوښتنه؛ ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ شتمني نه لري

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سلام‌وطندار نظرپوښتنه چې ۳۷۰ ښځو په‌‌کې برخه اخیستې، ښيي چې په افغانستان کې ښځې د مالکیت حق نه لري.
په دې سروې کې د ګډونوالو نږدې ۹۰ سلنه ښځو ویلي چې هېڅ پانګه نه لري او یوازې ۵،۱ سلنه هغو ویلي چې جایداد لري. دغه راز ۷۳ سلنه ښځو ویلي چې پر خپلو شتمنیو بشپړ کنټرول نه لري.

افغاستان کې د مُلکیت حق ته د ښځو د لاسرسي څرنګوالي ارزونه

د مالکیت حق د فردي حقونو له ډلې دی چې هر انسان پورې تړاو لري او جنسیتي او نور توپیرونه نه‌شي کولای چې یو انسان له دې حق محدود او محروم کړي. خو د مخ پر ودې هېوادونو کې د ښځو مالکیت حق له خنډونو او ستونزو سره مخ دی.

د دې څېړنې بنسټ‌ییزه موخه افغانستان کې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې معلومول دي.

لوګر کې له روغتون غلا شوی ماشوم بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي، د څرخ ولسوالي له روغتون څخه هغه نوی زېږېدلی ماشوم یې بېرته خپلې کورنۍ ته سپارلی چې غلا شوی و

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، امنیتي ځواکونو دغه ماشوم له غلا څو ساعته وروسته، د څرخ ولسوالۍ په «پنګرام» کلي کې له یوه کوره پیدا او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

د غزني ولایتي روغتون کې د خدمتونو کچې له ټیټوالي د خلکو شکایت

د غزني یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت، په ولایتي روغتون کې د «ماشومانو ناروغۍ درملنې» برخه کې د ډاکټران د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوې دي.

دوی وايي، اړ دي چې د خپلو ناروغانو درملنې لپاره خصوصي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د هلکانو په پرتله نجونې د انتخاب له حق محرومې دي

سلام‌وطندار په پلازمېنه کابل کې د کورنیو ترمنځ «نجونو او هلکانو» ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې په تړاو له ۳۶نجونو او هلکانو سره مرکې کړې دي.

د مرکو پایلې ښيي چې په کورنیو کې د نجونو په پرتله هلکانو ته د غوراوي «انتخاب» حق ورکړې ته ډېر پام کېږي او نجونې ترې محرومې دي.

د کار او زده‌کړو مخنیوی؛ افغان مېرمنو کوچنیو اقتصادي فعالیتونو ته مخه کړې

افغانستان کې د تېرو نږدې درېوو کلونو پرمهال د ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه لامل شوي چې دوی ټولنې ته د ورګرځېدو او ځان‌بسیاینې لپاره په نورو برخو کې کار کولو ته مخه کړي. له یادو مېرمنو اووه یې په کندوز، شپږ یې په بدخشان، څلور یې جوزجان، پنځه یې فراه او یوه مېرمن هم په تخار کې فعالیت کوي.

بامیان کې د «۱۵» جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې موسسې په مرسته «۱۵» بې‌وزله نجونې او هلکان چې د واده لګښت یې نشوای برابرولی، د ډله‌ییز واده مراسم جوړ شوي دي.

د ډله‌ییز واده دغه مراسم تېره ورځ د «کوثر‌القران» موسسې په مالي لګښت جوړ شوي و چې د یاد ولایت والي او نورو چارواکو هم په‌کې ګډون کړی وو.