افغانستان نن له پاکستان سره د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ دقیقې پیل شي.

دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اووره سیالیو لومړۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

اسټرالیا دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هند په ۱۱۷ منډو وسوځوله

د هند او اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې اسټرالیا لوبډلې کوربه هندۍ لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځوله.

د هند لپاره په توپوهنه کې ویرات کوهلي تر ټولو زیاتې ۳۱ او اکشر پټېل ناسوځېدلې ۲۹ منډې جوړې کړې. هندۍ لوبډلې یوازې ۲۶ اورونه ولوبول.

لغمان کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوې

د لغمان د ورزش امریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پهلوانۍ ملي لوبډلې د لوبغاړو د غوراوي سیالۍ پیل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، دغه سیالۍ پرون جمعه د کب ۱۲مه د هېواد د لسو بېلابېلو ولایتونو د پهلوانانو ترمنځ پیل شوي چې پنځه ورځې به دوام وکړي.