خوست کې د «زرغون افغانستان» جام یو ورځنۍ لوبې پیل شوې

د «زرغون افغانستان» جام دویم پړاو یو ورځنۍ سیالي نن شنبه د غويي نهمه د څلور لوبډلو په ګډون د خوست په کورني لوبغالي کې پیل شوې.

یاد جام کې څلور لوبډلې «پامیر لېجنټز، هندوکش سټرایکرز، میوند ډېفنډرز او جونییر چمپینز» ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو سربېره، د نولس کلنې لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي هم په‌کې لوبېږي.

پاکستان او نیوزیلنډ نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د نیوزیلنډ او کوربه‌ پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنج‌شنبه د اپرېل ۲۷مه د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن ۳:۰۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ لوبغالي کې پیل شي.

د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن ورځ او شپه د څلورو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دوه لوبې کېږي. په لومړۍ لوبه کې به راجستان رویلز د رویل چلنجر بنګلور او دویمه سیالي کې به چینای سوپر کنګز له کلکته نایټ‌راډرز سره ولوبېږي.

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن شپه او ورځ دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن شپه او ورځ دوه لوبې کېږي چې لومړۍ لوبه کې رویال چلنجر بنګلور له پنجاب کنګز سره پر لوبه بوخت دی او دویمه سیالي کې به ډیلي کپېټلز له کلکته نایټ‌راډرز سره لوبه وکړي.

لکناو سوپر جاینټز لوبډله نن له راجستان رویلز سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام د یاد لیګ د جدول د سر دوه پیاوړې لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبه کوي.

راجستان رویلز چې دا مهال د روان ای‌پي‌اېل لیګ د جدول په سر کې ده، نن ماښام ۶:۳۰ بجې به د جدول له دویمې لوبډلې لکناو سوپر جاینټنز سره ولوبېږي.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګوجرات له پنجاب سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پ‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کوجرات ټایټنز لوبډله له پنجاب کنګز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پنجاب لوبډلې کورني لوبغالي بېنډرا کې ترسره شي.