همت لوبډلې د لوګر د کرېکټ انټرکلب سیالیو اتلولي وګټله

په لوګر ولایت کې د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د کرېکټ ثبت شویو روزنتونونو ترمنځ د پیل شویو سیالیو  اتلولي د دغه ولایت همت لوبډلې په خپل نوم کړه. دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ او د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو شاوخوا ۱۲ رسمي کلبونو پکې ګډون کړی وو.

پکتیا کې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو پای؛ «سادات» لوبډله بریالۍ شوه

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې دوه اوونۍ وړاندې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پیل او نن د سادات لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو جوړوونکي وايي، دا لوبې د خپلواکۍ جام تر سرليک لاندې جوړې شوې وې او موخه یې د کرېکټ په برخه کې د نويو ځوانانو روزل و.

پکتیاوالو د کرېکټ بورډ پر وړاندې لاریون وکړ

شاوخوا درې سوه ځوانانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرېکټ لوبغاړو او د مدني ټولنو استازو سره یوځای د کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې لاريون وکړ.
لاريونوالو د کرېکټ بورډ مسوولان په خپلو دندو کې پر ناغېړۍ او توپيري چلن تورن کړل او په دغه ولایت کې یې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

بدخشانۍ ښځې د سپورټ ځانګړی کلپ غواړي

د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار یوشمېر نجونې وایي، په دغه ولایت کې د دوی لپاره د سپورټ اسانتیاوې نشته او له سپورټ نه بې‌برخې دي. د دوی په وینا، دولت باید د ښځینه‌وو لپاره د سپورټ ځانګړي کلپونه جوړ کړي، څو د خپلې سلامتیا لپاره سپورټ وکړي.
د بدخشان یوه اوسېدونکې فرېبا وايي، په یاد ولایت کې د نارینه‌وو لپاره د سپورټ کلپونه او لوبغالي شته، خو د نجونو لپاره په دې برخه کې هېڅ پام نه دی شوی او د دغه ولایت د سپورټ ادارې هم کوم کار نه دی کړی.

جوزجان کې «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ پرانېستل شو

په جوزجان کې د «د ښځینه‌وو فېټنس» کلپ مسوولان وايي چې دغه کلپ یې په دغه ولایت کې سپورټ ته د ښځینه‌وو د هڅونې په موخه جوړ کړی دی.
د دغه کلپ روزونکې زهره یولچي وايي، یاد کلپ یې چې د سپورټ پر لازمو وسایلو او تجهیزاتو سمبال دی، په یوه مناسب ځای کې جوړ کړی او هره ورځ ۱۸۰ ښځې او نجونې په‌کې سپورټ کوي.

راشد خان د ۲۰ اوریزو سیالیو د يوې لسیزې د غوره لوبغاړي نړيواله جایزه وګټله

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د شل اوریزو سیالیو د لسیزې «۲۰۱۱ – ۲۰۲۰»  د غوره لوبغاړي ویاړ او جایزه ترلاسه کړه.

د یادې جايزې ترلاسه کولو لپاره راشد خان سره د ويسټ‌انډيز کرېس ګېل، د هند ويراټ کوهلي، د سرېلانکا لاست‌ملينګا د جنوبي افريقا اې بي ډي ويليرز او يو شمېر نور لوبغاړي هم نوماندان وو.

د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ يو معیاري لوبغالی جوړېږي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، محمد اغې ولسوالۍ کې د کرکټ معياري لوبغالی جوړېږي. دغه لوبغالی د يادې ولسوالۍ ادارې ته څېرمه په ۳۰ جریبه ځمکه کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د دغه لوبغالي په ودانۍ کې جومات، د کرکټ اکاډمۍ، احاطوي دېوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای شامل دي.

کابل بازانو لوبډلې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو اتلولي خپله کړه

د شپږیزې کرکټ لیګ پای لوبه چې نن د مس‌عینک اتلانو او کابل بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، کابل بازانو لوبډلې مقابل ټیم ته د ۹ منډو په توپیر ماته ورکړه. د نننۍ لوبې پچه مس‌عینک اتلانو ګټلې وه، خو د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.