لغمان؛ د ځمکې پر سر د نښتې له امله درې کسان وژل شوي

لغمان کې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله له یوه لوري درې کسان وژل شوي دي. دغه پېښه پرون مازدیګر ناوخته د ياد ولايت مرکز مهترلام دول‌اباد سيمه کې رامنځته شوې ده. د لغمان د والي وياند صلاح الدین ذاهد سلام‌وطندار ته وويل، په دې خپلمنځي نښته کې له يوه لوري درې کسان وژل شوي او له بل هغه یو کس ټپي دى.

د کابل امنیې قومنداني په تېرو ۶میاشتو کې د جرمونو په تور ۲۰۰۰ کسان نیولي

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن د دغه بنسټ د تېرو ۶ میاشتو لاسته راوړنو د وړاندې کولو پرمهال وویل، یاده موده کې یې کابل ښار او ولسوالیو کې ۲ زره او ۱۸۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې په‌کې ځینې مشهور مجرمین هم شامل دي.

د ا.ا واکمنۍ کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی دوه چنده شوی

 د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې، نن د خبریالانو د وضعیت په اړه د خپل یو کلن ګډ رپوټ د وړاندې پرمهال وویل، واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره د خبریالانو پر‌وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د دواړو بنسټونو غړیو وویل، که څه هم د خبریالانو د وژنې پېښې کمې شوي، خو پر وړاندې یې تاوتریخوالی زیات شوی.

شنونکي: د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د ا.ا له رسمیت پېژندنې سره مرسته نه‌شي کولای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قریشي ویلي، ټاکل شوې د راتلونکې سې‌شنبې او چهارشنبې پر ورځو د افغانستان د سیاسي ستونزو په تړاو په دغه هېواد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه جوړه شي. د چارو ځینې شنونکي افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه ګټوره بولي، خو وایي، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو سره مرسته نه‌شي کولی.

د سنتکام قومندان: راتلونکی اوړی به افغانستان کې د داعش فعالیت زیات شي

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک‌کنزي خبرداری ورکړی چې راتلونکی اوړی به افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت زیات شي. هغه ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت دغه هېواد کې د داعش ځپلو لپاره خپلو هڅو کې ماته خوري او ښايي د اوړي په را نژدې کېدو سره، د داعش بریدونه زیات شي.

هبت‌الله اخندزاده د اسلامي امارت غړیو ته: له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په خپل تازه پیغام کې د اسلامي امارت له غړیو غوښتنه کړې چې له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړي.

په دغه څوارلس ماده‌ییز لارښود کې د اسلامي امارت له غړو غوښتنه شوې چې له قوم‌پالنې، سمت‌پالنې او ژب‌پالنې څخه په جدي توګه لاس واخلي.

ناټو: روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کیمیاوي وسلې  وکاروي. د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ناټو د سرمنشي له قوله ویلي، که روسیه د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي، نو جنګي جنایت به یې کړی وي.

د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل؛ متقي: نړیوال دې پر افغانانو خپلې غوښتنې نه تحمیلوي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د انتالیا ډیپلوماسۍ فورم کې د وینا پرمهال له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په پلمه پر افغانانو خپلې غوښتنې نه تحمیلوي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه، هغه تجربې چې ناکامې شوي او ګټه یې نه ده کړې، له دوی څخه دې نه کوي.

په هلمند کې چاودنې د يوې کورنۍ ۷ غړي ټپيان کړي

د هلمند ولایت اړوند په مارجې ولسوالي کې پرون مازديګر ناوخته په يوې چاودنه کې د يوې کورنۍ ۷ کسان ټپيان شوي دي. د هلمند د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې په کور کې د زړې مرمۍ د چاودنې له امله ټپیان شوي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې ټیپان د دې ولایت ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملني لاندې دي.

میشل باشله: په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره باید ښځو ته د رهبرۍ فرصت ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې میشل باشله ویلي، افغان مېرمنو ته باید د رهبرۍ فرصت ورکړل شي څو د سولې، بشري او پرمختیايي بهیرونو کې د بدلون او په هېواد کې د سولې او پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه واخلي.