د دفاع وزارت چورلکه کې درې کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

د ملي دفاع وزارت وايي، یوه بلک‌هاک امریکايي چورلکه چې نظامیانو د تمرین لپاره الوځولې وه، د دغه وزارت اړوند نظامي پوهنتون په انګړ کې را لوېدلې ده. دفاع وزارت وايي، په دې پېښه کې دوه پیلوټان او یو د چورلکې خدمه وژل شوی او پنځه نور کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

کاناډا د متحده عربي اماراتو په کمپونو کې پاتې ۱۰۰۰ افغانان ومنل

رویټرز خبري اژانس په کاناډا کې د سرچینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد هغه نږدې ۱۰۰۰ افغانان منلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د متحده عربي اماراتو کمپونو ته لېږدول شوي وو. اوس نږدې پنځه زره افغانان د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپونو کې پاتې دي.

پروان کې د جبل‌السراج شاهي ارګ د ا.ا د ځواکونو په پوځي مرکز بدل شوی

د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په پروان کې د جبل‌سراج شاهي ارګ په یوه پوځي مرکز بدل شوی دی. د سیاحت دغه تاریخي ځای کې د اسلامي امارت د ځواکونو حضور د پروان فرهنګ‌پال اندېښمن کړي دي. پروان کې شاعر عبدالواحد عایل شب‌روز سلام‌وطندار ته وايي چې فرهنګي او توریستي ځایونه باید د سیلانیانو لپاره وي، نه دا چې په پوځي مرکز بدل شي.

د ا.ا په رسمیت نه پېژندل؛ متقي: هېوادونو سره رسمي تعامل لرو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې دوی له نورو هېوادونو سره د اړیکو یو  نوی باب پرانېستی دی. نوموړي دغه څرګندونې نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وکړې. متقي دې ناسته کې زیاته کړه چې دوی اوس له ګڼ‌شمېر هېوادونو سره رسمي اړیکې لري.

متقي: د امریکا له‌خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض ا.ا ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي حریم نقض اسلامي امارت ته اخلاقي غوره‌والی ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې ناسته کې له هېوادونو وغوښتل چې پر امریکا فشار راوړي، څو د افغانستان د هوايي حریم له نقض څخه لاس واخلي.

اسلامي امارت د کابل دهمزنګ کې هوايي برید رد کړ

ځینو سرچینو وړمه شپه د کابل په دهمزنګ سیمه کې د چاودنې خبر ورکړ او داسې هم ویل کېدل چې هوايي برید شوی دی.
که څه هم اسلامي امارت هغه مهال د دې پېښې په اړه څه ونه ویل، خو د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ویلي چې هلته یو راکېټ لګېدلی دی.

یوناما کابل کې نننۍ چاودنه وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه ټویټ کې د روسیې سفارت سره شوې چاودنه غندلې ده.
یوناما په دغه برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره غمرازي ښودلې او ټپیانو ته یې هم د بیړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
نن غرمه نږدې دولس بجې د کابل اوومې ناحیې اړوند د روسیې سفارت مخې ته چاودنه وشوه چې د کابل امنیې قومانداني په وینا، یو کس په‌کې وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

هرات کې چاودنه؛ مشهور دیني عالم مجیب‌الرحمن انصاري وژل شوی

هرات کې ولسې سرچینې وايي چې د ګازرګاه جومات خطیب مجیب‌الرحمن انصاري نن غرمه مهال په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.

مجیب‌الرحمن انصاري ته نږدې کسان او ولسي سرچینې دې چاودنه کې د نوموړي وژنه تاییدوي. په همدې حال کې د هرات د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې د مجیب‌الرحمن انصاري وژنه تایید کړې ده.