
شهباز شریف: د افغانستان هېرول به لویه «تېروتنه» وي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، نړۍ باید افغانستان کې د وضعیت ښهوالي په موخه له یوه بل سره همکاري وکړي او افغانستان باید له پامه ونه غورځول شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن جمعه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې کړي دي.














