غور کې موټربم چاودنه؛ ۱۲ ملکيان وژل شوي او ۱۰۰نور ټپيان دي

د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې غور ولايت کې موټربم چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي.
د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د غور ولايت د ښځو چارو رياست او شهيدانو او معلولانو چارو رياست مخکې، د امنيې قومندانۍ قراول سره نږدې شوې ده.

نظامي کارپوهان: د ارګ تازه پرېکړه، ناسم، تبليغاتي عمل او امنیتي بنسټونه کمزوري کوي

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسله‌والو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.

د هلمند جګړې؛ ۷ زره کورنۍ بې‌ځایه شوي او تر ۳۰۰ زیات طالبان وژل شوي

طالبانو ۸ ورځې وړاندې د هلمند لښکرګاه ښار ته نږدې بریدونه پیل کړل او یو شمېر سیمې او امنیتي پوستې یې ونیولې. ځايي چارواکي وايي، د جګړې شدت نسبت تېرو ورځو ته ورو شوی او امنیتي ځواکونو نادعلي، ناوې، مارجې او د هلمند ـ کندهار پر لویه‌لار کې پرمختګ کړی چې تازه یې ۵ امنیتي پوستې نیولې دي.

خلیل‌زاد: له طالبانو سره په ليدنه کې د تاوتريخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېدو

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.

د دولت او طالب پلاويو عمومي غونډه؛ د تماس ډلې دې هرڅه ژر د اختلافي موضوعاتو حل‌لارې وړاندې کړي

قطر کې د افغان دولت مرکه‌چي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې. د دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.

هلمند کې د جګړو دوام؛ يوناما:  ۳۵ زره کسان بې‌ځايه شوي

تېره شپه او نن ورځ د هلمند په ناوې ولسوالۍ او د نادعلي ولسوالۍ اړوند چاه انجیر سیمه کې سختې جګړې رواني وې. د هلمند ولایتي اداره د دغو جګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه په ناوې ولسوالۍ کې له روانو جګړو د ټپیانو لېږدولو لپاره د افغان ځواکونو دوې چورلکې سیمې ته تللې وې چي په خپل منځ کې يې ټکر کړی، چورلکې له منځه تللي چې له کبله یې ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

سړه هوا او د طالبانو د بريدونو زياتېدل

له یوې خوا هېواد کې د سړو او یخنۍ فصل را رسېدلی او بله خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې هم روانې دي، خو طالبانو دغو دواړو حالاتو ته پام نه دی کړی او په ګڼو ولایتونو کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

هلمند کې روانه جګړه؛ تراوسه ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي

طالبانو درې ورځې مخکې د هلمند پر مرکز لښکرګاه ښار او یو شمېر نورو سیمو برید وکړ چې وروسته یې څلورمه امنیتي حوزه او د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر پوستې ونیولې. پر هلمند د طالبانو د برید له کبله تراوسه د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې باباجي سیمې، د درېیمې امنیتي حوزې بولان سیمې، د نادعلي ولسوالۍ او د ګڼو نورو سیمو ۴۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

کابليان: سر او مال مو خطر کې دي

د کابل ښار اوسېدونکي ښار کې د ناامنیو او جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وايي، د وسله‌والو کسانو او غلو حضور لامل شوی، ترڅو دوی ونه‌شي کولی د ښار په کچه په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي. د هغوی په وینا، کابل ښار کې د خلکو سر او مال خوندي نه دی.

کندوز؛ پر يوه هستوګنيز کور د هاوان مرمۍ لګېدو کې ۴ کسان وژل شوي

 دا پېښه نن سهار د کندوز ښار «شورابي» سيمه کې شوې ده. د يادې کورنۍ نږدې خپلوان سلام‌وطندار ته وايي، د يادې مرمۍ د لګېدو له کبله د ۲ ماشومانو، يوې مېرمن او يوه هلک په ګډون په کې ۴ کسان وژل شوي دي. د دوی په وينا، د هاوان ياده مرمۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتې له کبله پر يوه هستوګنيز کور لګېدلې ده.

هلمند کې طالبانو د برېښنا پر یوه سب‌سټېشن برید کړی؛ ساتونکي او انجینران يې بیولي

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، طالبانو د هلمند ـ کندهار «دوه‌لارې» سیمه کې د دواړو ولایتونو لپاره د برېښنا پر لوی سب‌سټېشن برید کړی چې تخنیکي توکي يې ځان سره وړي، ځینې يې تخریب کړي او د دې سب‌سټېشن د ساتونکيو ترڅنګ يې دوه انجینران هم ځان سره بيولي دي.