
پلازمېنه؛ په يوه ساعت کې ۳ چاودنې او د کابل د پنځمې حوزې د امر وژل کېدل
نن پلازمېنه کابل په یوه ساعت کې د درېيو چاودنو شاهده وه. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، لومړۍ چاودنه د پغمان ولسوالۍ اړوند «عبدالعلي کلا » کې وشوه چې زیان یې نه درلود.
په دغه چاودنه کې یو رنجر موټر د ماین ښکار ګرځېدلی.
د فرامرز په وینا، دویمه بمي چاودنه چې د سهار ۸:۳۸ دقیقې د دویمې امنیتي ناحیې اړوند قوای مرکز سیمه کې په یوه فرونر ډوله موټر وشوه، په ترس کې یې څلور کسان ټپیان شول.














