
طالبان دې په لوی اختر کې اوربند وکړي
د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې نن په یوه خبري غونډه کې د هېواد روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او له طالبانو یې وغوښتل چې په لوی اختر کې اوربند وکړي. د جګړې د قربانیانو ملي کمېټې مرستیال حبیبالرحمان بخشي وايي، په هېواد کې وروستیو جګړو د ملکیانو او نظامیانو د مرګژوبلې کچه لوړه کړې او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېروالی به د وضعیت لا خرابوالي لامل شي.














