
پوهنې ریاست: هرات کې جګړه د پوهنې پر بهیر بده اغېز کولای شي
د هرات د پوهنې ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ښوونځيو د پیل او د شته امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د هرات د پوهنې ریاست مسوولان په دغه ولایت کې د ښوونځيو د پیل او د شته امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له دوام سره هممهاله، طالب ډلې ویلي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لار د ولسمشر غني ګوښه کېدل او د یوه نوي حکومت منځ ته راتلل دي. یوشمېر شنونکي بیا وایي چې حکومت او طالبان دواړه د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسولو لپاره ناشونې شرطونه وړاندې کوي.

سپینې ماڼې په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د سپینې ماڼې د خبرپاڼې له مخې، دغه دوه فرمانونه پرون ورکړل شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون ماښام له بایډن سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر دوام او د هېواد په روان وضعیت بحث او خبرې کړي دي.

د کندهار ولایت اړوند د سپين بولدک ولسوالي اوسېدونکي وایي چې په وروستیو څو ورځو کې طالبانو په دغه ولسوالي کې د شپې لهخوا خلک له کورونو راباسي او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته بیايي چې تراوسه یې د یوشمېر مړي پیدا شوي او ګڼشمېر یې نادرکه دي. یوه سرچینه وایي چې طالبانو له دغه ولسوالي څخه ۳۰۰کسان بېولي دي.

د سولې په خبرو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، دغه ډله به هلته خپله وسله پر ځمکه کېږدي چې په کابل کې د ټولو ښکېلو لوریو له خوا د منلو وړ یو حکومت رامنځ ته شي او د غني حکومت هم له منځه تللی وي. سهیل شاهین وایي، دوی د واک انحصار نه غواړي او ټول باد د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظامي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کرخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او پر یوه هر اړخیز اوربند دې هوکړه وکړي. دغه سفارت نن په یوه ټویټ کې له طالبانو او د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې جګړه ودروي او د افغانانو ناخوالو د ختمولو لپاره دې په بشپړه توګه د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. سفارت ویلي چې افغانستان نه باید یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي.

د امریکا متحده ایالاتونو لوی درستیز مارک میلي وایي، که څه هم طالبانو د افغانستان له ۴۱۹ ولسوالیو څخه ۲۰۰ یې نیولي، خو دغه ډله د ولایتونو د نیولو توان او وس نه لري. د امریکا لوی درستیز دغه څرګندونې پرون د دغه هېواد له دفاع وزیر سره په پنټاګون کې وکړې. نوموړي نوموړي همداراز وویل چې امریکا د افغانستان امنیتي وضعیت څاري او د اړتیا د پېښېدو په صورت کې به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې، خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روسې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمېر کابلوف وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې وسلهوال طالبان د خپلو خبرو خلاف، چمتو نه دي چې د هېواد روان کړکېچ د سیاسي جوړجاړي له لارې حل کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د تخار مرکز تالقان ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې شاهدان دي.

د بدخشان ولایت محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالي کې د اس مجسمې چې د وزلوبې ښکارندویي کوله او په دې وروستیو کلونو کې جوړې شوې وې، د طالبانو له لوري ویجاړې شوي دي.

ولسمشر محمداشرف غني نن د لوی اختر له لمانځه وروسته ملت ته په خپل اختریز پیغام کې پر وسلهوالو طالبانو د نیوکې په توګه وویل چې دغې ډلې د جګړې په ډېرولو سره وښوده چې سولې ته اراده نه لري او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو، دغه ډله تراوسه د سولې په اړه جدي خبرو ته نه ده راضي کړې. ولسمشر له طالبانو وغوښتل چې د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس واخلي.

د تخار د ولایتي شورا غړیو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم طالب ډله د تالقان ښار د کلابندۍ وسه نه لري، خو د ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو ناسم مدیریت دغه وضعیت ته لاره هواره کړې ده.

په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بېځایه کېدو لامل کېږي.