
جګړې ځپلی کندهار؛ خلکو د اوربند او سولې غږ اوچت کړ
لسګونو کندهاریانو نن په دغه ولایت کې لاریون وکړ او د جګړې له لوریو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس او اوربند وکړي.
معترضانو چې په یوه خوله یې د خپلې بېوسۍ او د جګړې درېدو شعارونه ورکول، وویل چې کندهار ښار کې جګړې او بمبار اووه زره کورنۍ بېځایه کړي او هره ورځ یې له کبله له لسو ډېرو ملکیانو ته مرګژوبله اوړي.














