![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/11/TELEMMGLPICT000341042138_16881467076140_trans_NvBQzQNjv4BqpVlberWd9EgFPZtcLiMQf0Rf_Wk3V23H2268P_XkPxc-300x188.jpeg)
ملګري ملتونه: افغانستان کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی
ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې د ا.ا له لوري د نشهيي توکو پر کښت د بندیز له امله دغه هېواد کې د تریاکو تولید ۹۵سلنه کم شوی دی.
ملګروملتونو دغه څرګندونې نن یکشنبه د لړم ۱۴مه په یوه راپور کې کړې دي. په خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې د تریاکو تولید ۶۲۰۰ ټُنه ته رسېده چې روان ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېر ۳۳۳ ټُنو ته راښکته شوی دی.