Asset 1SWN

سلام وطندار

د فلسطین او اسراییلو د جګړې دوام؛ مصر د حل‌لارې لټولو لپاره د یوې غونډې کوربه‌‌توب وکړ

AP23280581290190

د فلسطین او اسراییلو ترمنځ روانې جګړې د پنځلسو ورځو په پوره کېدو سره مصر (د تلې په ۲۹مه، د شنبې ورځ) «د قاهرې د سولې غونډې» په نوم د یوې نړیوالې غونډې چې ۳۱ هېوادونو او درېوو نړیوالو سازمانونو په‌کې برخه اخیستې وه، کوربه و.

د «القاهره الاخباریه» په نوم د مصر یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش او د سعودي عربستان، عراق، قطر، متحده عربي اماراتو، کویټ، بحرین، فلسطین، ترکیې، یونان، اېټالیا، قبرس، چین او جاپان په ګډون د ۳۱ هېوادونو استازیو په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د دې غونډې موخه اوربند، د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو رسولو او د فلسطین او اسراییل ترمنځ هراړخیزې حل‌لارې ته د رسېدو په موخه د یوې طرحې وړاندې کول یاد کړي دي.

نوموړي د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دې غونډې په اړه ویلي و: «د اوسنیو نظامي عملیاتو دوام به بدې امنیتي او انساني پایلې ولري چې کېدای شي له کنټرول څخه ووځي او که پام ورته ونه شي، د نښتو د پراخېدو خطر هم پېښېدای شي. د بېرته ارامتیا لپاره اړتیا ده چې د سیمې د ګډوډۍ مخنیوي لپاره یوه حل‌لاره وموندل شي.»

تر اوسه د فلسطین او اسراییلو ترمنځ نښته کې ۴۵۲۵ فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، په دې نښته کې ۱۴۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي دي.

په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرټر خالد خیاري هم پرون د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د بشردوستانه اوربند غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې د نښتې دوام به ټوله سیمه په جګړه کې ښکېل کړي.

د دې تر څنګ، چین او روسیې هم د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه او د اوربند وړاندیز کړی دی. چین ویلي چې د شخړې مخنیوي په موخه تیار دی چې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د سولې خبرواترو بیا پیلېدو او د دوو دولتونو د طرحې عملي کېدو برخه کې له روسیې سره همکاري وکړي.

بله‌خوا د نظامي چارو شنونکي هم د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د روانې جګړې د دوام په اړه اندېښنه ښيي او وايي، دا به د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د دوو جبهو جوړېدو لامل شي.

د نظامي چارو شنونکی عبدالمتین محمدخېل وايي: «دا جګړه، د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ جګړه ده او ایران، چین او روسیه غواړي چې امریکا په‌کې ښکېله کړي. کله چې جبهې پر ختیځ او لوېدیځ ووېشل شي، د دې نښتې لمنه به پراخه شي. اړتیا ده چې ملګري ملتونه او ګاونډي هېوادونه دلته لاس په‌کار شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه منځنۍ کرښه وکاږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نظامي چارو یو بل شنونکی عزیز ستانکزی بیا باور لري چې که د اسراییلو او فلسطین ترمنځ جګړه د پردیو هېوادونو د موخو لپاره وي، دوام به ومومي. د نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو حل‌لاره په دې شخړه کې د نورو هېوادونو د لاسوهنې مخنیوی دی. ستانکزی زیاتوي: «تر ټولو غوره لاره دا ده چې نړیوال او مسلمان هېوادونه حقدار ته د حق ورکولو لپاره یوه مجمع جوړه کړي، کنه نور هېوادونه به هم په دې جګړه کې ښکېل شي.»

د فلسطین او اسراییلو ترمنځ روانه نښته د تلې میاشتې په پنځلسمه د حماس له لوري له غزې تړانګې څخه د اسراییلو پر لور د پنځه زره راکېټونو په ورتوغولو پیل شوه او تر اوسه دوام لري.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام