د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو په اړه د سراج‌الدین حقاني څرګندونې؛ د ښځو حقونو فعالانې بې‌باوره دي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له «سي‌ان‌ان» خبري شبکې سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، اسلامي امارت د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی او پر داسې یوې تګلارې کار کوي چې له مخې یې، د نجونې خوندیتوب تامین او ښوونځي یې بېرته پرانستل کېږي.

ا.ا یوناما ته: ښځینه کارکوونکې مو باید حجاب مراعت کړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په کابل کې د یوناما له کارکوونکو څخه غوښتي چې حجاب مراعت کړي. د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې استازې هیدر بار پر خپله ټویټر‌پاڼه، د دغه سازمان یوه خبرپاڼه خپره کړې چې په‌کې د یاد سازمان کارکوونکو ته د اسلامي امارت امر په اړه لیکل شوي دي.

افغانستان سره د پولو امنیت په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو اندېښنه

د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو د مشرانو ناسته پرون د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوه.

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د پولو د امنیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او خپلو پولو کې یې د امنیت پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

شنونکي: د ا.ا د وینا او عمل توپیر به سیاسي وضعیت لا پېچلی کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو ځینو رسنیو ته منلې چې کرزي پلان درلود متحده عربی اماراتو ته سفر وکړي او د دغه هېواد د ولسمشر شیخ خلیفه بن‌زاید ال نهیان په جنازه کې کډون وکړي او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي، خو ویل کېږي چې د اسلامی امارت چارواکو نوموړي ته له هېواد څخه د وتلواجازه نه ده ورکړې.

د روزګان اوسېدونکي: ا.ا دې له ماینونو څخه هستوګنیز کورونه پاک کړي

په روزګان کې یو‌شمېر هغه کورنۍ چې د تېرو ناامنیو پرمهال د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او کورونه یې د جګړو په سنګرونو بدل شوي وو، اوس وايي چې له جګړو د پاتې شویو ماینونو د وېرې له امله خپلو مېنو او کورونو ته بېرته نه‌شي ګرځېدلی.

د صرافانو کار بندیز؛ ا.ا د شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانستله

په هېواد کې د صرافانو د کاربندیز په لړ کې یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت ځواکونو د کابل شهزاده سرای دروازه په «زور» پرانیستلې ده.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سلام‌وطندار ته تایید کړې چې دغه سرای نن سهار د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په «زور» پرانستل شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو کندهار کې د یوې خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژلی

د کندهار محلي مسوولان وايي چې پرون ناوخته د کندهار ښار د «یوولسمې حوزې» اړوند په «عينو مينې» ښارګوټي کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د افغان ترک خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژل شوی دی. د کندهار امنيې قومنداني وياند محمداصف حکيمي سلام‌وطندار ته ویلي چې د نوموړي د قاتلانو د نیولو په موخه یې هڅې پیل کړي دي.

ا.ا د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه تصویب کړه

مالیې وزارت نن شنبه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه یې د وزیرانو شورا د مصوبې پر بنسټ او د ا.ا د مشرتابه له تایید وروسته، ترتیب او اعلان کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د سږ کال ملي بودیجه ۲۳۱ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده. د یاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې بودیجې څخه ۲۰۳ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده چې له کورنیو عوایدو څخه ترتیب شوې ده.