
شهابالدین دلاور: له دې وروسته به ماشومان په کانونو کې کار نه کوي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې له دې وروسته به ماشومان د هېواد په کانونو کار نه کوي او له سرغړونکو سره به قانوني چلن کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور دغه څرګندونې نن یکشنبه د غبرګولي ۱۴مه بغلان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.














