یعقوب م.جاهد: د افغانستان پر سرپرست حکومت سیاسي فشارونه بې‌پایلې دي

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد.یعقوب م.جاهد د چهارشنبې په ورځ په کابل کې «د اسلامي نظام او ملي یووالي د ټینګښت» په نوم یوه غونډه کې د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، که افغانان سره یوموټی شي، نړۍ به سرپرست حکومت او افغانان په رسمیت وپېژني.

د پاکستان لومړی وزیر: له افغانستانه راته ګواښ نه‌دی پېښ؛ ا.ا: هرکلی ترې کوو

د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ د لومړي ځل لپاره له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، له افغانستانه پاکستان ته هېڅ ګواښ نشته او افغانانو هېڅ‌کله پاکستان ته ګواښ نه‌دی پېښ کړی.

د افغانستان سرپرست حکومت د کاکړ له دغو څرګندونو هرکلی کړی دی.

متقي او اوتنبایوا د دوحې د راتلونکې غونډې پر څرنګوالي غږېدلي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا يوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدلي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل رسنیو ته ویلي چې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې لیدنه کې ا.ا ته بلنه ورکړې چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک سبا «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ «سلواغې ۱۶مه» به «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، د سلواغې ۱۵مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

سرپرست حکومت: کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو هرکلی کوو

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په کابل کې د امریکا سفارت د پرانېستلو په اړه له خپرو شویو راپورونو سره سم وايي، که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول پرېکړه وي، دوی یې هرکلی کوي.
نوموړي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکا سفارت بیا پرانېستل د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي او ا.ا چمتو دی چې په دې برخه کې د امریکا سفارت او ډیپلوماټانو امنیت وساتي.

محمد‌عبدالکبیر: افغانستان کې د القاعده مرکزونو په اړه څرګندونې تش تبلیغات دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر د ملګروملتونو امنیت شورا هغه راپور تش تبلیغات بللي چې ګواکې افغانستان کې د القاعده ډلې مرکزونه شتون لري.

د نوموړي په وینا، افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت بشپړ واکمن دی او داسې مرکزونه نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښونه رامنځته شي.

لوګر کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي، تېره ورځ مازدیګر مهال د خوښۍ ولسوالي په «بالا‌ده» کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته وویل، د صفدرعلي په نوم یوه کس خپله مېرمن، څلور کلن زوی، تره او د تره درې زامن د توپانچې په ډزو وژلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه به یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

محمد عبدالکبیر: له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر وايي چې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې پراخې شوې دي.
نوموړي لوګر ته د سفر پر مهال په یوه غونډه کې ویلي چې سرپرست حکومت د نړۍ او سیمې له اووه‌لسو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري او د تېر په پرتله، اوس له نړۍ سره د ا.ا سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې شوې دي.

امریکا په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو پر بېرته پرانېستل کېدو غور کوي

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د راپور پر بنسټ، امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو کونسلګریو د بېرته پرانېستل کېدو په اړه غور وکړي.
د دې رسنۍ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نوې تګلاره کې چې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې لاسلیک شوې، کونسلګري خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

سیګار: ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره سیګار وايي چې ښايي افغانستان سره د نړیوالو بشردوستانه مرستې کمې شي.

سیګار افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا د بشردوستانه مرستو څرنګوالی ارزولی او په یوه راپور کې ویلي چې د دې احتمال شته چې دغه هېواد سره د نړیوالو مرستو کچه کې کموالی راشي.

عبدالکبیر: کابل کې سفارتونه پرانیستي او دا د رسمیت‌پېژندنې په مانا ده

د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانېستې دي چې د ده په ټکو «دا د رسمیت‌ پېژندنې» په معنی ده.

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې «چهارشنبه، سلواغې یوولسمه» خوست کې «د قومي مشرانو او دیني عالمانو» یوې غونډې ته کړې دي.

کابل پرون د یوولسو هېوادونو د استازیو په ګډون د سیمه‌يیزې غونډې کوربه و

کابل پرون ناوخته د یوې مهمې سیمه‌ييزې غونډې چې په څه باندې دوو کلونو کې یې مخینه نه لرله، کوربه‌توب وکړ. دا غونډه «د افغانستان سیمه‌ييزې همکارۍ نوښت» په نوم په بهرنیو چارو وزارت کې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په وینا پیل شوه او نورې ویناوې له رسنیو پټې په‌کې وشوې.

یونیسف له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه څه باندې درې‌نیم میلیونه کسان روزي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په روان زېږدیز کال کې به له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه د ماشومانو په ګډون، د ۳،۶ میلیونه کسانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

عمران‌ خان او شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم شول

د پاکستان یوې ځانګړې محکمې نن د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه‌محمود قریشي په لس کاله بند محکوم کړل. د عمران خان په مشري د پاکستان تحریک انصاف ګوند هم په لس کاله بند د ده محکومېدو خبر تایید کړی دی.