
د دعوت او ارشاد ادارې رییس: خبریالان دې ږیرې پرېږدي
د افغانستان د دعوت او ارشاد ادارې رییس محمدهاشم ورور وايي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي دې ږیرې پرېږدي او د تصویر او ویډیو اخیستل لویه ګناه ده.
نوموړي دغه څرګندونې نن سهشنبه کب لومړۍ نېټه کابل کې د مبلغینو لپاره تربیتي اصلاحي سیمنار کې د وینا پر مهال کړې دي.














