
خلیلزاد: پر پوهنتون بريد د امتياز اخيستنې فرصت نه دی
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون پرونی بريد چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی یو «وحشيانه عمل» بللی او غندلی دی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر کابل پوهنتون پرونی بريد چې مسووليت يې داعش ډلې پر غاړه اخيستی یو «وحشيانه عمل» بللی او غندلی دی.

د کندوز ولایت محلي او د ولايتي شورا مسوولان وايي، د کندوز امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک موټربم چاودنه شوې ده.
د ياد ولايت د ولايتي شورا رييس محمدیوسف ایوبي وايي، طالبانو نن سهار امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر کنډک له چاودېدونکيو توکيو ډک موټر ته چاودنه ورکړې. د نوموړي په وينا، اوس مهال د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون پرونی بريد د حقاني شبکې کار دی او د اعش اعلاميه جعلي ده.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه ليکلي، د کابل پر پوهنتون د برید نښې ښيي چې دا برید طالبانو کړی دی او زياته کړې يې ده چې برید کې له هغو تکتیکونو کار اخیستل شوی چې د حقاني شبکه یې کاروي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، پر کابل پوهنتون وسلهوال برید تر ۶ ساعته نښتې وروسته د ۳ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېد. د ياد وزارت وياند طارق ارين وايي، دغه بريد کې ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.
نن سهار شاوخوا ۱۱ بجې پر کابل پوهنتون وسلهوال بريد وشو او ترهګرو پر محصلانو ډزې پيل کړې.

نن سهار پر کابل پوهنتون وسلهوال بريد وشو. تر اوسه پورې د یاد بريد د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون نننی بريد دولت لپاره «استخباراتي ناکامي» او انساني ناورين دی.
امرالله صالح وايي، دا بريد د طالبانو او د هغوی د همفکرو د وجدان ګندهګي ښيي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند ولايت کې يې د طالبانو پر خلاف پوځي عملياتو کې ۶۰۰ طالبان وژلي دي. دغه څرګندونې د ياد وزارت امنیتي مرستیال سترجنرال عبدالصبور قانع د یوه خبرې کنفرانس پرمهال وکړې.

پر هلمند د طالبانو له برید وروسته، د کندهار ارغنداب، میوند، پنجوايي او ژېړۍ او د روزګان دهراوود او ګېزاب ولسوالیو کې تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
یادو سیمو کې د جګړو او ترینګلي وضعیت له کبله ګڼ شمېر کورنۍ کندهار ښار ته بېځایه شوي چې بېلابېلو ناحیو کې یا خو د خپلو دوستانو او یا هم کرایه کورونو کې بد وضعیت کې ژوند کوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د لښکرګاه ښار درېيمې حوزې «بولان» سيمه کې د ملکي وګړيو پر فيلډر ډوله موټر د سړک غاړې خښ شوي ماين چاودنه کړې چې ۷ ملکيان په کې وژل شوي.

د سلاموطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.
کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري.

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسلهوالو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي پهکې وژل شوي دي.
مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.

د پکتیا د امنیت امر لطف الله کامران وایي، تېره شپه د روحانيبابا ولسوالۍ اړوند پر «نېکنام» پوستې موټربم برید شوی دی.
کامران وویل، دې برید کې ۲ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د هرات د مرکزي زندان د بنديانو له نښتې ۴ ورځې وروسته اوس د ولایتي شورا غړيو د دغې پېښې پټ اړخونه روښانه کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام د هرات د مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو د پولیسو له لوري د هغوی د غرفو له ورانولو وروسته اعتراض وکړ چې بیا په تاوتریخولي بدل شو.
د دغه تاوتریخوالي پایله کې ۸ زندانیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان مدني ټولنې له اروپايي اتحاديې غوښتي چې له سولې راتلو وروسته پړاو کې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي.
د افغانستان د مدني ټولنې دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د اروپا له پارلمان نه په انلاين بڼه وشوه.

سرچینې رسنیو ته تاییدوي چې د قطر په ګډون ازبکستان، جرمني، ناروې او اندونیزیا به بینالافغاني مذاکراتو کې د بنبست لرې کولو لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي؛ خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم سلاموطندار سره خبرو کې د سولې خبرو کې د منځګړيتوب مسله رد کړه.

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بنبست سره مخ ده.
نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نهلري.

په ټوله اسلامي نړۍ او افغانستان کې د فرانسې پر ضد لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې دغه هېواد کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص ته د منسوب کاریکارتور تر خپرېدو وروسته د یاد هېواد ولسمشر امانوېل ماکرون د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي ډک الفاظ وکارول.