
غزني؛ د سړکغاړې ماين چاودنه کې ۸ ملکيان وژل شوي
د غزني ولايت محلي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د سړکغاړې ماين چاودنه کې د ۴ ښځو په ګډون ۸ ملکيان او ۱ امنيتي سرتېری وژل شوي او ۳ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د غزني ولايت محلي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د سړکغاړې ماين چاودنه کې د ۴ ښځو په ګډون ۸ ملکيان او ۱ امنيتي سرتېری وژل شوي او ۳ امنيتي ځواکونه ټپيان شوي دي.

د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان سلاموطندار ته وايي، «جوند» ولسوالۍ کې يوې نوې ناوې د موږک د وژلو درمل خوړلي او ځان يې وژلی دی.
د ياد رياست رييسه راحله نادري وايي، دغې ناوې ۲۴کاله عمر درلود او يوه نیمه مياشت وړاندې يې واده کړی و.

طالبانو یو ځل بیا د کمال خان بند د ساتونکيو ټولي پر پوستو بریدونه کړي او د عامه ساتنې ۶ سرتېري یې وژلي دي.
د نیمروز ولایت یوه امنیتي سرچینه سلاموطندار ته وايي، دغه برید تېره شپه په فتحه کلا سیمه کې شوی چې په پایله کې یې د عامه ساتنې د دویم ټولي ۶ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې یوه امنیتي سرچینه وايي، طالبانو نن سهار د دغه ولایت په خاناباد او دشتارچي ولسوالي کې د ملي اردو پر یوشمېر پوستو بریدونه کړي دي.

په نیمروز کې یوه باوري حکومتي سرچینه وايي، په دغه ولایت کې د ملي اردو پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، یوازې تېر کال د شمال له لارې نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالر له هېواده بهر قاچاق شوي دي.

یو شمېر سیاسي او پوځي شنونکي د کابل ښار د امنیت ټینګښت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح برنامې يوازې لنډ مهال لپاره ګټورې بولي او وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال امنیتي برنامې د عامه افکارو د رضایت ترلاسه کولو لپاره دي او دا برنامې نهشي کولای د کابل ښار په کچه د جرم او جنایت بستر له منځه یوسي.

د بینالافغاني مذاکراتو له پیل سره هېواد کې جګړو زور اخیستی او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ډېره مرګژوبله پوځیانو او ملکي وګړيو ته اوړي. که څه هم طالبانو ژمنه کړې وه چې د افغانستان په لویو ښارونو بریدونه نه کوي؛ خو یادې ډلې په ډېرو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د تخار ولايت ځايي مسوولان وايي، پر یوې دیني مدرسې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وویل، دغه هوايي برید تېره شپه د مرکز تالقانو ښار ۱۲ کیلومترۍ کې «هزاره قرلق» سیمه کې په تېروتنې سره شوی دی.

د هرات د مرکزي زندان مسوولان وايي چې زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی دی. د ياد زندان مدير میوند صمدي د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وايي، دغه سړي د کورنيو اختلافاتو له کبله ځان ته اور اچولی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي چې دغه سازمان په افغانستان کې د خپل پراخ ماموریت ترسره کولو لپاره ۱۲زره سرتېري لري او افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ولسي جرګې ته د کابینې د نوماند وزیرانو معرفي کولو پر مهال هېواد کې د تاوتریخوالي لوړې کچې نه اندېښنه وښوده او ويې ویل، د طالبانو له مشر ملا هبةالله نه دې پوښتنه وشي چې چېرته پټ دی او ولې افغانان وژني.

وردک ولايت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پنځمې پلېلوا د لومړي کنډک دويم ټولي د سيسي کمپ سرتېري وايي، تېرو څلور ورځو راهیسې د وسلهوالو طالبانو له لوري کلابند شوي او د دفاع وزارت له لوري ورسره هېڅ ډول مرسته نهده شوې.
د دغه کمپ سرتېری نصیبالله سلاموطندار ته لېږلي غږیز پيغام کې ويلي، د څلورو ورځو راهیسې یې ډوډۍ نهده خوړلې او د مهماتو له کمښت سره هم مخامخ دي.

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ چارواکي وايي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د بهرنیو جنګیالیو موجوديت ډېر شوی او د طالبانو ترڅنګ جګړهییز فعالیتونه لري. چارواکي وايي، بهرنیو جنګیالیو په درزاب ولسوالۍ کې ۱۲۰ ماشومان جذب کړي او نظامي زدهکړې ورکوي.

تخار کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلاموطندار ته وايي، تېره شپه د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ «سپینجومات» سیمه کې نږدې ۷۰ امنیتي ځواکونه د طالبانو د سرېقطعې کمین کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا غړيو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وزارتونو د سرپرستۍ چارو تنظیمونو قانون بې مانا دی او هېڅ ډول اجرايي ضمانت نه لري.