
بلخ کې طالبانو یوه مېرمن دولت سره د همکارۍ په تور وژلې
د بلخ د زارع ولسوال سیفالرحمان رحماني وايي، طالبانو دغه مېرمن چې د دغې ولسوالۍ مرکز کې یې امنیې قومندانۍ ته نږدې ژوند کاوه، تېره شپه دولت سره د همکارۍ په تور لومړی له کور څخه تر خپل کنټرول لاندې سیمې ته بیولې او وروسته یې وژلې ده.














