له ملګرو ملتونو د افغانستان غوښتنه؛ طالبان اوربند ته اړ کړئ

د بهرنیو چارو وزارت له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی کړی او له دغه سازمان او خپلو نورو نړیوالو متحدانو یې غوښتي چې دا ډله اوربند ته اړ باسي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له ملګرو ملتونو او د افغانستان له نورو نړیوالو شریکانو غوښتي چې پر طالب ډلې فشار راوړي، څو له هدفي وژنو او ترهګرو ډلو سره له اړیکو لاس واخلي.

د کندوز اوسېدونکيو او د ولايتي شورا غړيو د والي د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه

د کندوز د ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي امنیتي ځواکونو ته د سپکاوي لپاره د دغه ولایت د والي عبدالستار میرزکوال د ګوښه کولو غوښتنه وکړه. دوی د کندوز محلي حکومتي چارواکي د خلکو د امنیت په ساتلو کې په پاتې راتلو تورن کړل.

د کندوز د ولایتي شورا غړي او سلګونو اوسېدونکيو نن په يوه اعتراضيه غونډه کې د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، تر هغه چې د کندوز محلي چارواکي له دندو لرې شوي نه وي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي.

د سولې او امنیت لپاره د ښځو د نوښت اېتلاف جوړ شو

د ښځو یوشمېر بنسټونو د «سولې او امنیت لپاره د ښځو نوښت» په نوم یو اېتلاف پرانېسته. دغه اېتلاف له ۱۵ بنسټونو چې په کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي، جوړ شوی دی.
د کلید ګروپ رییسه نجیبه ایوبي وايي، د دغه اېتلاف د جوړېدو موخه د سولې پروسه کې د ښځو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کول او د مدني ټولنو په ډله کې د هغو بنسټونو ګډ کار دی چې د ښځو له لوري یې مشري کوي.

ننګرهار کې غبرګې چاودنې؛ یو پولیس وژل شوی او څلور ټپیان دي

د ننګرهار چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي اړوند په چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې تر اوسه ترې د یوه سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د دغه خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي چې ياد موټربم د یوه سراچه موټر په وسیله چې چاودېدونکي توکي په‌کې و، شوی دی.

د پروان اوسېدونکي: ولسمشر د ولسي جرګې له رییس نه په غچ کې د بګرام ناامنه کولو هڅه کوي

د پروان ولایت د بګرام ولسوالي سلګونو اوسېدونکو د دې ولسوالي د امنیه قوماندان د لرې کولو په غبرګون کې اعتراض وکړ. د دوی په وینا، ولسمشر غني د دې لپاره چې د ولسي جرګې له رییس میررحمان رحماني نه غچ واخلي، د بګرام ولسوالي د ناامنه کولو په لټه کې دی.

محب: که طالبان سوله نه کوي، پر وړاندې یې جګړه کوو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن له نورو لوړپوړو چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، طالبان د نظام ړنګولو هڅه کوي او غواړي واک ترلاسه کړي.
د محب په خبره، طالبان که د ټول هېواد په ورانولو هم کېږي، واک ته د رسېدو لپاره دا کار کوي او په وینا یې، له ځان پرته ورته بل هېڅوک نه افغان او نه هم مسلمان ښکاري.

کارپوهان: طالبان د سیمې هېوادونو ته په سفرونو غواړي مشروعیت ترلاسه کړي

د سیمې یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په دوام د طالبانو یو پلاوی دا ځل ترکمنستان ته تللی دی. قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه پلاوي یې د ترکمنستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کړی او موخه یې هم پر ګډو مسایلو، سوداګریزو اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو موضوعاتو خبرې کول دي.

کابل؛ درې بېلابېلو چاودنو کې ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي

کابل ښار نن له دوه ساعتونو کمه موده کې د درې چاودنو شاهد و. د کابل امنيې قومندانۍ وايي، يادو چاودنو کې ۲ ملکيان او نظامي کس وژل شوي او ۵ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د امنيې قومندانۍ په وينا، لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل لومړۍ امنيتي حوزې باغ قاضي سيمه کې په يوه دوکان کې وشوه. پوليسو پيل کې وويل چې په دې چاودنه کې د ۳ سکانو په ګډون ۶ کسان ټپيان شوي دي.

عبدالله: د طالبانو پلمې د سولې خبرو د ځنډ لامل شوي

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د طالب ډلې پر مرکچي پلاوي د توندو نیوکو تر څنګ ویلي، د دغه پلاوي له لوري بې‌منطقه پلمې جوړول د سولې دویم پړاو خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوي دي.
نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالب ډلې مرکچیان پر اصلي موضوعاتو د بحث، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، مسلمان‌وژنې او د خلکو د درد کمولو پر ځای، پر سفرونو او نورو مسایلو بوخت دي.

د انټوني بلېنکن او خلیلزاد لیدنه؛ افغانستان کې پر تلپاتې اوربند بحث شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د دغه وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي چې له خلیلزاد سره یې په یاده لیدنه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د ساتنې، په افغانستان کې یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوه بشپړ او تلپاتې اوربند په اړه خبرې کړې دي.

«د میدان وردګ امنیه قوماندان دې لویې څارنوالي ته ور وپېژندل شي»

د میدان وردګ بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي ته د تللي پلاوي یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په یاده ولسوالي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د پېښې څرنګوالي په اړه د سیمې له اوسېدونکو، معترضانو او امنیتي ځواکونو نه سندونه او شواهد را ټول کړي دي.

یونس قانوني: که جګړه دوام وکړي، دويم مقاومت به جوړ کړي

د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني کابل کې یوه غونډه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې بهیر له بن بست سره مخ دی او خبرداری يې ورکړ که چېرې د سولې بهیر په هر لامل چې وي بې پایلې شي، جګړه په افغانستان کې دوام پیدا کوي او دويم مقاومت به جوړ کړي.

نوموړي د «موج اعتدال و همسويي» سازمان د جوړېدو په غونډه کې وويل، دوی داسې  سوله چې د ټولنې نيمايي په‌کې له منځه لاړه شي، نه غواړي.

پکتیا کې د جګړې غندلو او د سولې په ملاتړ مشاعره جوړه شوه

لسګونو شاعرانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې جوړې شوې مشاعرې پر مهال په یوه غږ د سولې غوښتنه وکړه.
دا مشاعره چې د سمون ټولنې له لوري جوړه شوې وه، د شاعرانو تر څنګ، یوشمېر لیکوالانو، د ادب مینه‌والو او ګڼ‌شمېر ځوانانو برخه اخیستې وه.

۲۰۲۰ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کچې ۲۶ سلنه ډېروالی

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې دغې کمېټې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکيو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۳۲ پېښې ثبت کړي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۶ سلنه ډېروالی ښيي.

دغې کمېټې په خپل راپور کې ويلي، په دې پېښو کې ټپي کېدل، وهل ټکول، تښتول، ګواښل، غلا او ناوړه چلند شامل دي.

د کانګرېس راپور: امریکا باید له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو پروګرام وځنډوي

د افغانستان په اړه هغه راپور چې د امریکا د کانګرېس په سپارښتنه جوړ شوی، د جو بایډن له دولت نه په‌کې غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د را اېستلو پروګرام دې وځنډوي، د مې میاشت موده پرېږدي او پر ځای دې یې یوازې هغه مهال خپل سرتېري را وباسي چې د یاد هېواد امنیتي وضعیت سم شي.