د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سبا پاکستان ته سفر کوي

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د دغه وزارت یو لوړپوړی پلاوی سبا چهارشنبه اسلام‌اباد ته سفر کوي. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د وګړو تګ راتګ په اړه هم بحث او خبرې وشي. د دغه پلاوي په جوړښت کې د مالیې او سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم شامل دي.

خوندیتوب کمېټه: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدل د اندېښنې وړ دی

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د وروستیو اوونیو پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څو پېښې ثبت شوې دي.

شنونکي: په دولتي ادارو کې بیړنی ادلون بدلون حکومتولي اغېزمنوي

اسلامي امارت پرون ورځ د یوشمېر ولایتونو والیان، د هغوی مرستیالان او امنیه قوماندانان له دندو ګوښه او پر ځای یې نور کسان وټاکل. دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت له راتګ راهیسې ورته اقدامات شوي، بلکې تر دې وړاندې هم په یوشمېر دولتي ادارو کې ټاکنې شوې وې.

د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قول‌اردو ګانو نومونه بدل کړل

د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مخکیني حکومت د پوځ د قول اردو نومونه بدل کړي دي. د هغه حکم له مخې چې د دفاع وزارت د سرپرست محمدیعقوب مجاهد په لاسلیک سره خپور شوی، په کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو، د مرکزي قول اردو په نوم، د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو، د الفتح په نوم نومول شوې دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا نوي استازي اروپا او اسیا ته خپل سفر پیل کړ

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان سولې لپاره د دغه وزارت نوي ځانګړي استازي توماس وسټ، اسیا او اروپا ته خپل لومړی سفر پیل کړی دی. توماس وسټ هم په خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې په خپل دغه سفر کې به د امریکا له شریکانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې اترې وکړي.

جوزجان کې یوې مېرمنې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست مسوولان د یاد مکتب د پرانستې په مراسمو کې وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې کول او ښوونځي جوړول، د جوزجان ولایت د اوسېدونکو له «علم» سره د مینې او لوړ فرهنګ ښودنه کوي او  دوی ورڅخه هرکلی کوي.

 فراه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.

مدني فعالان د هدفي وژنو له دوام څخه اندېښنه څرګندوي

یو‌شمېر مدني فعالان د هېواد په کچه په وروستیو اوونیو کې د هدفي بریدونو او د مدني فعالانو له دوامداره وژنو څخه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي چې له جدي ګواښ سره مخ دي او ټينګار کوي چې هېڅ بنسټ او اداره یې وضعیت ته پاملرنه نه کوي او د روان وضعیت دوام او د ګواښونو شتون به د دوی غږ غلی کړي.

د جلال‌اباد د اهنګرانو کوڅه کې په دودیز ډول د کرنې وسایل جوړېږي

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.

«ښځې د اسلامي حجاب په پام کې نیولو سره مرستندویه بنسټونو کې کار کولای شي»

د سمنګان والي عبدالرحمان کندوزي پرون ماښام د مرستندویه ادارو له مسوولانو سره په ناسته کې ویلي چې دغه ادارې دې ژرترژره کور په کور سروې پیل او اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
هغه په ناسته کې د ښځو د فعالیت اجازه هم ورکړې او ویلي یې دي چې پر اړمنو د عادلانه وېش لپاره د ښځو ګډون مهم دی، خو باید اسلامي حجاب په پام کې ونیسي.

بلخ کې وزګارتیا د سوالګرو شمېر ډېر کړی

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼ‌شمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نه‌شتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.