بلنکېن: اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو پر لارو چارو غور کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د لېږد په اړه پر داسې لارو چارو غور کوي چې له مخې یې، دغه مرستې په مستقیمه توګه افغانانو ته ورکړل شي او د اسلامي امارت تر مشري لاندې د حکومت لاس ته ونه لوېږي. نوموړي ویلي چې امریکا به له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي.

پاکستان: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار غځول به د کابل په خوښه ترسره شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به د اغزن تار غځولو پروژه د کابل په خوښه بشپړه شي. د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې افغانستان خپل ورور هېواد بللی او ویلي هیله‌مندي ښودلی چې د اغزن تار غځولولو پروژه به د افغانستان په خوښه بشپړه ش

ګوتېرش: د میلیونونه افغانانو ژوند ژغورلو لپاره باید د دغه هېواد شتمنۍ ازادې شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ دي. ګوتېرش د هغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې چې له مخې یې د هغو لګښتونو مخه نیسي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره ورته بېړنۍ اړتیا ده.

 د بشري حقونو څار سازمان: په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د بشري حقونو څار سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل کلنۍ راپور کې ویلي چې په تېر اګست میاشت کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې اوږد مهاله جګړه د بشري ناورین او بشري حقونو بحران ته لاره هواره کړه.

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په افغانستان کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی. دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی دی.

نړیوال بانک او مرستندویه بنسټونه دې روغتیايي برخه له سیاست سره نه تړي

د روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباری عمر نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. عبدالباري عمر په دیني علماوو هم غږ وکړ .چې د روغتیا وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي

میدان وردګ کې د دوو کسانو مړي موندل شوي

د میدان وردګ ولایت اړوند د سیداباد ولسوالي د «تنګي درې» اوسېدونکي وایي چې په دغه سیمه کې یې د دوو کسانو مړي موندلي چې تېره اوونۍ د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول شوي وو.