د بايډن پرېکړې ته غبرګونونه؛ د بښنې سازمان: د افغانانو ژوند د امریکا تر موخو لوړ دى

د بښنې نړیوال سازمان د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه چې‌ له مخې یې د افغانستان ۳.۵ میلیارډه کنګل شوې شتمني به د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کوي، ناعادلانه او تېروتنه بللې ده.

د افغان ملت د یووالي کاروان: نړیواله ټولنه دې بایډن له خپلې پرېکړې راوګرځوي

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې څخه د ۷ میلیارد ډالرو ازادولو او د سپتامبر د یوولسمې پېښې قربانیانو او افغانستان کې بشري مرستو ته د ځانګړې کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر پرېکړې ته د غبرګونونو په دوام، نن کابل کې د افغانستان د ملت د یوالي کاروان یوه اعتراضیه غونډه کې د ولسمشر جوبایډن پرېکړه خاینانه او غیرانساني بولي او له نړیوالو په ځانګړې توګه ملګروملتونو څخه غواړي، چې هرڅه ژر بایډن له دغې پرېکړې راوګرځوي.

حکیمي: د اسلامي امارت له لیکو څخه څه باندې ۴۰۰۰ نامطلوبه کسان اېستل شوي

د اسلامي امارت د صفونو د تصفیې کمېسیون مسوولان وايي چې د یاد کمېسیون له جوړېدو راهیسې یې د اسلامي امارت له لیکو څخه د ۱۳۵ کم‌عمره ځوانانو په ګډون ۴۳۵۰ نامطلوبه کسان اېستلي دي. نوموړي زیاته کړه، هغه ځواکونه چې د دندو پرمهال د تلاشۍ ځایونو کې له ستونزې پرته پر موټرو ډزې کوي، د دوی د ظرفیت پر ټيټوالي او پر نه روزنې دلالت کوي.

ډېوېډ میلیبند: لوېدیځ افغانستان ته له ناورین څخه ډکه زیانونه اړولي

د ژغورنې کمېټې اجرايي رییس او د بريټانیې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډېوېډ میلیبند وايي چې لوېدیځ پر افغانستان د لوږې سیاست په تحمیلولو سره دغه هېواد او خپل ځای ځای‌ګي ته  له ناورین څخه ډک زیانونه اړولي دي.  د هغه په وینا، باید دې ته اجازه نه وای ورکړل شوې چې په دې چټکۍ د افغانستان وضعیت خراب شي.

کندهار؛ اسلامي امارت د یوې ښځې د وژنې اعتراض د خبري پوښښ مخه ونیوله

یو‌شمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت ځواکونو یې وروسته له هغې د رسنیز پوښښ مخنیوی او ورته ګواښ کړی چې غوښتل یې کندهار ښار کې یوه اعتراض ته خبري پوښښ ورکړي. دغه خبریالان وروسته بیا د خلکو په غوښتنه بیرته راخوشې شوي دي. کندهار کې خبریالان وايي، د رسنیز پوښښ پر مهال له سختو ګواښونو سره مخ دي.

کابل کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو کورنۍ د پنټاګون موندنو ته د شک په سترګه ګوري

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د هغو ۱۳ امریکايي نظامیانو کورنۍ چې د کابل هوايي دګر برید کې وژل شوي، د دغه هېواد د دفاع وزارت/پنټاګون څېړنیزې موندنې تر پوښتنې لاندې راولي. د دغې پېښې د قربانیانو کورنۍ ټینګار کوي چې د دې پېښې د موندنو په اړه شکمن دي.

هندي پوځ افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې کشمیر کې نیولي

د هندي پوځ یوه جنرال ویلي، د امریکا د پوځ وسلې او د څارنې دستګاوې چې افغانستان کې یې ور څخه استفاده کوله، له هغو ترهګرو څخه نیولي چې غوښتل یې کشمیر ته ننوځي. نوموړي زیاته کړې، ترلاسه شوې وسلې د امریکايي پوځیانو دي چې په افغانستان کې یې ورڅخه ګټه اخیستله.

د بایډن فرمان ته د پوهنتونونو د استادانو شورا غبرګون؛ افغانانو څخه باج مه اخلئ

د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستي فرمان ته د غبرګونونو پر دوام نن کابل کې د پوهنتونونو د استادانو شورا یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې امریکا دې له افغانانو څخه باج نه اخلي. دې شورا د بایډن وروستی فرمان له افغانانو سره ښکاره جفا بللې ده.

ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.