افغان کډوالو لپاره د پاکستان نوی قانون؛ بې‌سنده کسان په زور ایستل کېږي

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت د نوي جوړ شوي قانون پربنسټ، د افغانانو تګ‌ راتګ نور هم سخت کړ، په خیبر پښتونخوا کې ځینې افغان کډوال وايي، تازه جوړ شوی قانون له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. یو افغان کډوال سلام‌وطندار ته وايي، کوم کسان چې ویزې یا اسناد نه‌لري اوس هم د پاکستاني پولیس له‌خوا ځورول او نیول کېږي.

هلمند کې د مدني ټولنو فعالیتونه په ټپه درېدلي

په هلمند ولایت کې یوشمېر مدني فعالان وايي چې واک د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې فعالیتونه په ټپه درېدلي دي. دوی د خپلو فعالیتونو د درېدو ستر لامل، اقتصادي کمزورتیا، وزګارتیا او د اسلامي امارت له لوري یې فعالیتونو نامعلوم او ګونګ شرایط بولي.

هبت‌الله اخندزاده د اسلامي امارت غړیو ته: له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده په خپل تازه پیغام کې د اسلامي امارت له غړیو غوښتنه کړې چې له قوم‌پالنې او ژب‌پالنې ډډه وکړي.

په دغه څوارلس ماده‌ییز لارښود کې د اسلامي امارت له غړو غوښتنه شوې چې له قوم‌پالنې، سمت‌پالنې او ژب‌پالنې څخه په جدي توګه لاس واخلي.

پاکستان کې د پښتنو جرګه: افغانستان کې دې منتخب حکومت جوړ شي

خیبرپښتونخوا کې د «پښتنو قامي جرګې» افغانستان کې د ټاکنو او لویې‌ جرګې له لارې د حکومت جوړولو غوښتنه وکړه. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دغې قومي جرګې هرکلی کړی او هغه یې په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو لپاره نېک او اغېزمن گام بللی او د یادې جرگې له پرېکړه‌لیک څخه یې ملاتړ اعلان کړی دی.

ډېر ژر به د افغانستان – پاکستان ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ پیل شي

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولان وايي، پاکستاني لوري سره هوکړې ته رسېدلي چې د ترانسپورټي شرکتونو تر معرفي کېدو وروسته به، په لنډه موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ پیل شي.

پر بشري حقونو د څار سازمان: له محرم پرته د افغان ښځو پر سفر بنديز دې لرې شي

د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار، کابل ته د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي له سفر سره هم‌مهاله، له هغه غوښتي چې د اسلامي امارت له خوا د افغان ښځو پر بهرني سفر د بندیز لرې کولو په اړه دې خبرې وکړي.

د شري واکسین کمپاین پیلېدل؛ څه باندې یو میلیون ماشومان واکسین کیږي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېدو څخه خبر ورکوي. دغه سازمان وايي، د شري ناروغۍ د واکسین تطبیق کمپاین د روانې مارچ میاشتې له ۱۲ څخه پیل شوی او تر ۱۷ پورې دوام کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د شري ناروغۍ د واکسین دغه کمپاین کې څه باندې ۱.۲ میلیون ماشومان چې عمرونه یې له ۶ تر ۵۹ میاشتو وي، د هېواد ۲۴ ولایتونو کې واکسین کیږي.

نړۍ سره پر تعامل د اسلامي امارت ټينګار؛ شنونکي: رسمیت پېژندنه باید بې‌زیانه وي

ټاکل شوې د ترکیې د «انتالیا ډيپلوماسۍ فورم» غونډه چې د تېرې جمعې پر ورځ پیل شوې وه، نن پای ته ورسېږي. یو‌شمېر سیاسي شنونکي په دغه غونډه کې د افغان پلاوي ګډون د هېواد په ګټه بولي. د چارو شنونکي وايي چې یاد کنفرانس کې د افغانستان په ګټه ښه لابي ګري وشوه او په یو‌شمېر مهمو برخو کې یې افغانستان ته لاسته‌راوړنې هم درلودې.

ناټو: روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې ویلي چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کیمیاوي وسلې  وکاروي. د رویټرز خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ناټو د سرمنشي له قوله ویلي، که روسیه د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي، نو جنګي جنایت به یې کړی وي.

د قادس-‌قلعه‌نو اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د بادغیس د اوسېدونکو اندېښنې

د بادغیس ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې د قادس-‌قلعه‌نو د اوبو رسولو پروژې د ویجاړېدو په اړه د اندېښنو څرګندولو سره وايي چې یاده پروژه د موسمي بارانونو پرمهال سېلابونو زیانمنه کړې ده.