د بې‌پولې خبریالانو د ملګرو‌ملتونو له رپورټر څخه له افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو میلتونو له ځانګړي رپورټر ریچارډ بنیټ څخه غوښتنه کړې چې افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو ازادۍ ملاتړ او ساتنه وکړي.

د جوزجان پخوانی والي محمد‌هاشم رییس ایران کې نیول شوی

د ایران «مشرق‌نیوز» ویب‌سایټ د روانې اوونۍ د تېرې یکشنبې پر ورځ راپور ورکړی چې د جوزجان ولایت پخوانی والي محمدهاشم رییس ایران کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له لوري «اوکراین ته د سرتېرو په توګه د افغان کډ‌والو د لېږلو» په تور نیول شوی دی.

اسوشیټېډپرېس: افغانستان کې د داعش بریدونه کم او پاکستان کې ډېر شوي

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه کم؛ خو پاکستان کې د دې ډلې بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د داعش د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي نښې لیدل کېږي؛ چېرته دغه ډله شیعه وګړي په نښه کوي.

ناوړه اقتصاد له زده‌کړو د ګڼ شمېر زده‌کوونکو د بې برخې کېدو لامل شوى

د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پرون په یوه ټویټ کې وویل چې افغانان د خوړو د خوندیتوب له سخت ناورین سره مخ شوي. دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یوشمېر زده کوونکي د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره اړ شوي چې ښوونځۍ پرېږدي او کارته مخه کړي.

افغانستان، پاکستان او ازبکستان د رېل ‌پټلۍ پروژې په اړه غونډه کوي

د افغانستان د رېل پټلۍ د چارو ادارې سلاکار انجنیر میرویس سلام‌وطندار ته وویل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان چارواکو ترمنځ درې اړخیزه ناسته جوړه شي. دې ناسته کې به د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو پر کرېدور چې د افغانستان له لارې به نښلول کېږي بحث وشي.

د افغانستان بشري ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په افغانستان کې د ناورین د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د خوراکي توکو له  کم‌ساري کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دی. دغې ادارې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي. د افغانستان ناورین تر بل هر چا ښځې او ماشومان ډېر ځپلي دي.

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړل

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، دوی له ډېرو هڅو وروسته بریالي شو چې د ښځو د فعالیتونو په برخه کې د اسلامي امارت، سوداګرو او یو‌شمېر هېوادونو ملاتړ راجلب او خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دوی له ا.ا غواړي چې ښځو ته د هېواد د پرمختګ په برخه کې ونډه ورکړي.

ارواپوهان: د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل، د هغوى د ناهيلۍ او خپګان لامل کېږي

شاوخوا اته میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجوني ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري، سره له دې چې د اسلامي امارت د پوهنېوزارت ژمنه کړې وه چې د وري په درېمه نېټه به ټول ښوونځي د زده کونکو پر مخ پرانیستل شي، خو هغوی پر خپلې ژمنې عمل ونه کړ اوله شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستل شوي.

د ایران سفارت: د کابل او تهران د اړیکو خرابولو لپاره دسیسې روانې دي

په کابل کې د ایران سفارت نن یکشنبه پر خپل ټویټرپاڼه په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو خرابولو لپاره «فتنې او دسیسې» روانې دي.

په ویناپاڼه کې راغلي چې په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو له لوري د افغان کډوالو د زورونې ویډیوګانې، د دواړو هېوادونو د اړیکو  خرابولو لپاره پلان شوي دي.

ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی

ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼ‌شمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.