امریکا ا.ا سره کنګل شویو پیسو ته د افغانانو لاسرسي پر طرحې کار کوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن اداره د افغانستان د اسلامي امارت له رهبرۍ سره پر داسې یوې طرحې کار کوي چې افغانستان وکولای شي، د افغانستان بانک کنګل شویو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

شنونکي: افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور اندېښمنونکی دی

د روسیې  دفاع وزیر سرګي ‌شویګو خپل قزاقستاني سیال سره د لېدنې پرمهال یوځل بیا افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون څخه اندېښنه ښودلې ده. سرګي‌ شویګو ویلي چې نړۍ افغانستان ته شاه کړې او دغه هېواد کې د امریکا پاتې وسلې د داسې چا لاس ته ورغلي چې باید نه وای ورغلې.

ملګرو‌ملتونو افغانستان کې زلزله ځپلو ته د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا زیاته کړې چې ملګري‌ملتونه او د دغه سازمان بشري‌همکاران په زلزله ځپلو ولسوالیو کې ۳۶۲زره زیانمنو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته راټولوي.

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

کابل کې یو‌شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو خبریال تاج‌ولي غورځنګ وايي چې رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.

متقي: ټاکل شوې یو‌شمېر هېوادونه کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل د پراختیا په حال کې دی او ټاکل شوې چې افغانستان کې د یو‌شمېر هېوادونو سفارتونه بېرته پرانستل شي. ملي راډیو ټلوېزیون لیکلي، متقي ټینګار کړی چې «نړۍ سره ښې اړیکې لرو او دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هیله‌ کوو چې ډېرې لاسته‌راوړنې ولرو.»

د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست پر سفر بندیز؛ حقاني: «نامعقوله» پرېکړه ده

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال  سیداحمد شهید‌خېل د  اسلامي امارت د سرپرست حکومت دوه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې د ملګروملتونو له لوري یې د سفرونو د معافیت نېټه ونه‌غځول شوه.

شنونکي: د کابل جوړېدونکې غونډې ته باید د ولس رښتیني استازي راوبلل شي

ټاکل شوې د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه نېټه د «چهارشنبې» پر ورځ د ا.ا د سرپرست حکومت له لوري په کابل کې لویې جرګې ته ورته ستره غونډه جوړه شي. د یادې غونډې په تړاو په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب هم لاس په لاس کېږي چې ښيي دغه غونډه کې به د هرې ولسوالي په استازیتوب دوه دیني عالمان او یو ولسي مشر ګډون ولري.