امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره کتلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشري پلاوي نن په تاشکند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر ویلادیمیر نوروف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې امیرخان متقي خپل ازبکستاني سیال ته افغانستان کې د ډاډمن امنیت او پانګونې لپاره د فرصتونو رامنځته کېدو په اړه ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي.

استخباراتو فاریاب کې د سلام‌وطندار خبریال نیولی

په فاریاب کې د تمنا راډیو مسوول فېروز غفوري وايي، د طلحه په نوم د دغه ولایت د استخباراتو مرستیال له څو نورو ځواکونو سره نن سهار لس نیمې بجې د سلام‌وطندار خبریال علاوالدین ایرکین د ده له دفتره بیولی دی. غفوري وايي، څو دقیقې وروسته د طلحه په نوم د فاریاب د استخباراتو مرستیال له څو ځواکونو سره د ده دفتر ته ورغلی او د سلام‌وطندار خبریال یې له ځان سره بیولی دی. .

ازبکستان سبا د افغانستان په تړاو د دوه ورځنۍ نړیوالې غونډې کوربه دی

ټاکل شوې سبا دوشنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان د وضعیت څېړلو په موخه نړیواله غونډه جوړه شي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په مشري یو پلاوی هم دغه غونډه کې د ګډون لپاره نن ازبکستان ته تللی دی.

ښاریان: د هبت‌الله اخند‌زاده وروستی لارښود ښکاره «ظلم» دی

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د تېرې اوونۍ د پنج‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌ازده له قوله یوه سپارښتنه خپره کړې چې پربنسټ یې، د ا.ا پر چارواکو بې‌ځایه تور لګول شرعي جواز نه لري.

په همدې حال کې یو‌شمېر هېوا‌دوال وايي چې د اسلامي امارت د مشر وروستۍ فرمان ښکاره ظلم دی. .

پروان کې یو شکمن ځوان په ښځینه لباس کې نیول شوی

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمد‌کامران حبیبي د یاد خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون د چاریکار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه  کې د ا.ا ځواکونو یو شکمن ځوان چې د ښځو لباس یې اغوستی و، په یوه چک‌پواینټ کې نیولی دی.

هلمند کې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې ټپیان دي

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د راکېټ ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت محلي مسوولان وايي چې دغه پېښه پرون له غرمې مخکې د لښګرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

 حنفي: نړیوال فشارونه به مو له خپلو پرېکړو په شاه نه‌کړي

د امر بالمعرف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد‌خالد حنفي پکتیا ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د نړیوالو فشارونو سربېره به له خپلو پرېکړو پر شاه نه‌شي او د اسلامي نظام د پایښت لپاره خپلې هڅې کوي. محمدخالد حنفي زیاته کړې چې دوی به افغانستان کې د اسلامي نظام د ټيڼګښت په موخه نور فرمانونه هم صادر کړي.

ا.ا افغانستان کې د بشر‌حقونو په اړه د یوناما راپور بې‌بنسټه وباله

 د اسلامي امارت سرپرست حکومت د بشرحقونو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولي یو یوناما کلنی راپور بې‌بنسټه بللی دی. د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد د بشر حقونو په اړه د یوناما کلني راپور ته په غبرګون کې ویلي: «افغانستان کې د بشرحقونو په اړه د یوناما راپور حقیقت نه‌لري.»

یوناما: د ا.ا د واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما دغه هېواد کې د اسلامي امارت د بیاواکمېدو راهیسې د بشري‌حقونو نقض په اړه نن خپل کلنی راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو راپدېخوا په ترهګریزو بریدونو کې ۷۰۰ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰۶ کسان ټپیان شوي دي.

کرنې وزارت د نړیوالو مرستو جلب لپاره ښځینه کارکوونکې یوازې غونډو ته رابولي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکې وايي چې د دغه وزارت مسوولان د مرستو راجلبولو لپاره د یاد وزارت یو‌شمېر ښځینه کارکوونکو ته له بهرنیانو سره په ناستو کې د ګډون بلنه ورکوي. د کرنې وزارت د کورني اقتصاد ریاست یوه کارکوونکې سجیه وايي چې هره میاشت معاش اخلي، خو د کورنیو برخو کې د ښځو فعالیت درېدلی دی.