پکتیا کې شیعه‌ګان: د عاشورا مراسمو لپاره دې کلک امنیتي تدابیر ونیول شي

د عاشور ورځې په رانږدې‌کېدو سره پکتیا کې شیعه‌ مذهبي د ا.ا له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا ورځې د لمانځنې مراسمو لپاره دې ورته کلک امنیتي تدابیر ونیول شي. دوی د پکتیا له محلي مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو مراسمو د ښه تر سراوي لپاره دې امنیتي تدابیر زیات شي.

برښنا شرکت: هېواد کې ۳۸سلنه خلک له برښنا برخمن دي

د برښنا شرکت مسوولانو نن کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپل کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس صفي‌الله احمدزي د یاد شرکت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې دا مهال هېواد کې ۳۸سلنه خلک د برښنا له نعمت څخه برخمن دي.

ایمن الظواهري څه ډول ووژل شو؟

د امريکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې دغه هېواد د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه دقيق بريد کې وژلى دى. دا برید په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل‌کېدو راهیسې دغې ډلې ته تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېږي.

د القاعده مشر ایمن الظواهري وژل‌کېدو ته غبرګونونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن  پرون سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ یې کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې وژلی دی. کابل کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو ګڼ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د ایمن الظواهري وژل‌کېدل به د افغانستان پر وضعیت څه اغېز وکړي؟

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د کابل زړه کې پر یوه کور توغندیز بریدونه وشول چې ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه تش هستوګنیز کور دوه توغندي لګېدلي او چا ته په‌کې زیان نه دی اوښتی. له دغه برید دوه ورځې وروسته، د امریکا ولسمشر بېګاه ناوخته د یاد برید څرنګوالي او موخې څخه پرده پورته کړه.

د القاعدې مشر ایمن‌ الظواهري کابل کې د امریکا هوايي برید کې وژل شوی

د امریکا ولسمشر جوبایډن دوشنبه ټلویزیوني وینا کې وویل، د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د افغانستان پلازمینې کابل کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د امریکا ولسمشر ویلي، د دغه برد جواز یې خپله صادر کړی او د الظواهري په وژل کېدو سره عدالت تایمن شوی او د القاعدې شبکې مشر نور ژوندی نه دی.

نږدې یوه کال کې د ا.ا او ګاونډیو هېوادونو د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ ۹ځله نښتې شوي

د تېر کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳مه ځینو رسنیو د خپلو ځايي سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د جوزجان د خماب ولسوالي سرحدي سیمه کې د اسلامي امارت او د ترکمنستان پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې وروسته د اسلامي امارت حکومت د دغې نښتې رامنځته کېدل رد کړل.

د اقتصاد وزارت: هېواد کې د سترو کارخونو د جوړېدو لپاره کافي پانګه نه‌لرو

د اقتصاد وزارت مسوولانو نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال یوې خبري ناستې ته وویل چې هېواد کې د ټولو پراختیايي پروژو د پلي‌کېدو شونتیا نشته او هغو پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې خلکو ته مهمې او اړینې وي.

هېواد کې د سواد کچې پر لوړوالي د اقتصاد وزارت ټينګار

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه له اړوند وزارتونو سره پر یوه ګډ پلان کار کوي. د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري نن کابل کې د یاد وزارت د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، له اړوند وزارتونو سره هېواد کې د سواد کچې لوړوالي په موخه کار کوي او ډېر ژر به دې برخه کې عملي او ګټور ګامونه واخیستل شي.

حکومتي ویاندویانو یوه میاشت کې سلام‌وطندار سره د ډېری پېښو اطلاعات نه دي شریک کړي

په وروستیو ورځو کې اطلاعاتو  ته لاسرسی په جدي توګه محدود شوی چې د خبریالانو اندېښنې یې راپارولي دي.

دوه ورځې وړاندې کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې چاودنه او نن په پلارمېنه راکېټي برید، هغه څه دي چې اړوندو ادارو یې خبریالانو سره معلومات نه دي شریک کړي.