
لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي
د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون مازدیګر د «برهکي برک» ولسوالي په «نواباد» کلي کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې پرون مازدیګر د «برهکي برک» ولسوالي په «نواباد» کلي کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د افغانستان بانک چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال نن یوې خبري ناستې ته ویلي، د تېر یوه کال راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نړیوالو لهخوا څه باندې یو میلیارد ډالر بشري مرسته کابل ته رسېدلې ده.

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکي وايي چې ګردېز ښار کې د «بالاحصار» غونډۍ ځینې برخې د محلي زورواکو او خلکو لهخوا غصب شوي او د هستوګنې په کورونو بدلې شوې دي.

د هلمند په نوزاد ولسوالي کې یوه محلي سرچینه وايي چې د دغه ولسوالي په «برنوزاد» کلي کې یوه کس خپل زوم په مرموز ډول وژلی دی.

د افغانستان د مخکیني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، که ا.ا ټولپوښتنې ته غاړه کېږدي، چمتو دی چې مشروعیت یې ومني او له وسلهوال مقاومت څخه لاس واخلي. نوموړي زیاته کړې: «که ټولپوښتنه کې ا.ا بریالی شو، نو مشروعیت به یې تول من، خو هغې ډلې ته چې د توطیې له لارې واک ته رسېدلې، هېڅکله به تسلیم نهشم.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (سېف د چېلډرن) د اسلامي امارت د واکمنۍ د یوه کال پورهکېدو په درشل کې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې د تېر یوه کال پرمهال د افغان نجونو ژوند تریخ شوی دی. راپور کې راغلي چې تېر یوه کال کې له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د والدینو لهخوا د کورنۍ مالي وضعیت ښهوالي په موخه د واده غوښتنه شوې ده.

نن په کابل او ننګرهار کې ګڼشمېر صرافانو، سوداګرو او عامو خلکو په پلازمېنه کابل کې د امریکا د وروستي بېپېلوټې الوتکې د هوايي برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

د لوګر محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېلابېلو وسلهوالو بریدونو پرمهال د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته ویلي، ناپېژنده وسلهوالو د مرکز پلعلم ښار په «التمور» او حصارک سیمو کې په جلا جلا پېښو کې یو کس او یو موټر چلوونکی په ډزو وژلي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې کابل ته له ولایتونو څخه د جګړو، وچکالۍ او نورو ناخوالو له امله لسګونه بېځایه شوې کورنۍ نن د کابل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لهخوا خپلو ولایتونو ته ستنې کړل شوې.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله دغه ولایت کې د اوبو کچه ورځ تر بلې ټيټېږي چې خلګ یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ د لومړي کال د پورهکېدو په درشل کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډېوېډ پېټریوس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکه کړې ده. ډېوېډ پېټریوس د دوحې تړون او مرکزي حکومت ته د ډېر واک ورسپارل هغه لاملونه بولي چې په وینا یې، مخکینی حکومت یې راوپرځاوه.

د بادغیس د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ناپېژنده وسلهوالو بېګاه په قلعهنو ښار کې یو ۲۳کلن ځوان وژلی چې دوی یې جسد په لومړۍ امنیتي حوزه کې پیدا کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل په يوې تکیهخانه کې د عاشور مراسمو ته د وینا پرمهال پر امریکا نیوکه وکړه چې دغه هېواد پر اسلامي امارت فشارونه زیاته کړي دي. ستانکزي دې مراسمو ته همداراز وویل، امریکا د ا.ا پر حکومت بېلابېل سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیک فشارونه راوستي دي.

نن په کابل او یوشمېر ولایتونو کې شیعهګانو له امنیتي ګواښونو سره-سره د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ولمانځله. د کابل په لوېدیځ حسینیه خاتم الانبیا کې د ا.ا د ځینو چارواکو ترڅنګ سلګونو کسانو هم د عاشورا مراسمو کې ګډون کړی وو.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په لړ کې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې یاد وزارت په تېر یوه کال کې څه باندې ۳۷۰۰۰ د کار جوازونه کورنیو او ۱۲۹۷ جوازونه بهرنیو اتباعو باندې وېشلي دي.

د ا.ا مشر هبتالله اخندزاده په یوې نوې سپارښتنه کې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ته دنده سپارلې چې کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړي.
هبتالله اخندزاده په دې سپارښتنه کې همداراز ویلي چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت دې له نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ سوالګر راټول او د هغوی ستونزې دې هوارې کړي.