
د ډوډۍ غم او کډوالي
۱۸ کلن حمیدالله د لوګر اوسېدونکی دی او تر یوولسم ټولګي یې زدهکړې کړي چې څو ځله د بېوزلۍ، تنګلاسۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته په قاچاقي لارو تللی دی.

۱۸ کلن حمیدالله د لوګر اوسېدونکی دی او تر یوولسم ټولګي یې زدهکړې کړي چې څو ځله د بېوزلۍ، تنګلاسۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایران ته په قاچاقي لارو تللی دی.

له دې وروسته بې اسنادو موټر ظبط کېږي او له قانوني کولو وروسته د پولیسو یا د شهیدانو د کورنیو په واک کې ورکول کېږي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پرېکړه نن سهار په امنیتي غونډه کې شوې.

د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې غور ولايت کې موټربم چاودنې ۱۲ کسان وژلي او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي.
د ياد وزارت وياند طارق ارین وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د غور ولايت د ښځو چارو رياست او شهيدانو او معلولانو چارو رياست مخکې، د امنيې قومندانۍ قراول سره نږدې شوې ده.

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د استازيو ترمنځ د سولې له مذاکراتو یوه باخبره سرچینه سلاموطندار سره خبرو کې وايي، ټاکل شوې نن شپه له درېیمې عمومي غونډې وروسته د سولې د تماس ډلې له یو بل سره ناسته ولري.

د ټرانسپورټي شرکتونو د اتحادیې د مشرتابه پلاوي رييس عباس ایین وايي، هغه لارې چې ولسمشر غني د خپل ریاست پرمهال پرانيستې دي، یوازې د پرانيستل کېدو تر حده پاتې او په عمل کې هېڅ کار نه دی شوی.

په کابل ښار کې د جنايي جرمونو او وسلهوالو غلاوو له زیاتېدو وروسته د خلکو په پراخو شکایتونو پسې، ولسمشر غني د کابل ښار د امنیت ټینګولو دنده څو اوونیو لپاره خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته سپارلې. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د امنیتي بنسټونو پياوړي کول یې د کارونو په لومړیتوب کې دي او د خپلې دندې پر مهال به پر جنایت کارانو هېڅ ډول رحم ونه کړي.

طالبانو ۸ ورځې وړاندې د هلمند لښکرګاه ښار ته نږدې بریدونه پیل کړل او یو شمېر سیمې او امنیتي پوستې یې ونیولې. ځايي چارواکي وايي، د جګړې شدت نسبت تېرو ورځو ته ورو شوی او امنیتي ځواکونو نادعلي، ناوې، مارجې او د هلمند ـ کندهار پر لویهلار کې پرمختګ کړی چې تازه یې ۵ امنیتي پوستې نیولې دي.

د در محمد کشمي خپلوان وايي چې نوموړی نن سهار د تخار مرکز تالقانو ښار حوزوي روغتون کې مړ شو. د ياد محلي سندرغاړي زوی ويلي چې پلار يې له څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري و.

د بغلان امنيتي مسوولان وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو داستخباراتو مرستيال او ۴ ملګري يې نيولي دي. د یاد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند جاوېد بشارت ويلي، دا کسان تېره ورځ د بغلان مرکزي ولسوالۍ اړوندو سيمو کې نيول شوي دي.

د ناټو سرمنشي افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره ليدنه کې ويلي چې طالبان دې تاوتريخوالی کم کړي او پر خپلو ژمنو دې عمل وکړي.

افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.

د اکتوبر ۱۵مه هغه چې د ړندو د نړیوالې ورځې په نوم، نومول شوې. د کندوز یو شمېر ړانده په همدې ورځ د سیمهيیزو چارواکيو له بې مهرۍ او نهپاملرنې شکایت کوي. د کندوز ښار اوسېدونکی ۲۵ کلن حسیب الله سالم زاده شپږ کاله وړاندې خپلې دواړه سترګې په یوه ټرافیکي پېښه کې له لاسه ورکړې؛ خو په قوي ارادې پوهنتون ته لاړ او د نابینايي له ستونزو سره سره له پوهنتون نه اول نمره فارغ شو.

د پلټنې عالي ادارې د تازه راپور پر بنسټ د سلام وطندار موندنې ښيي چې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه هېڅ راز شرایط او معیارونه نه لري، ښوونیز نصاب یې نیمګړی دی، د ځینو پوهنځیو او د ماسټرۍ زدهکړو لپاره جواز نه لري، استادان یې په شرایطو برابر نه دي، په خپل سر یې نوي پوهنځي جوړ کړي او دغه راز د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ هم نه لري؛ خو لا هم فعالیت کوي او هر کال زدهکوونکي فارغوي.

د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما نن سهار پر ټوېټر ویلي، ټولې خواوې دې روانې نښتې او تاوتریخوالی ودروي او د جګړې سولهییز حل لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان وايي چې په افغانستان کې ۱ ميليون ماشومان په نشهيي توکيو روږدي دي. د ياد وزارت سرپرست بشیر احمد تهینج وايي، له يادو ماشومانو ۵۰ سلنه يې نجونې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولان په داسې حال کې د ماشومانو چې پر نشهيي توکيو روږدي دي،خبر ورکوی چې د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، په تېرو ۶ مياشتو کې يې يو شمېر د نشهيي توکيو پرچون پلورونکي نيولي.

قطر کې د افغان دولت مرکهچي پلاوي او طالبانو تېره ورځ ماښام خپلو کې سره عمومي غونډه کړې. د دولت د مرکهچي پلاوي غړي نادر نادري ویلي، غونډه کې چې د دواړو پلاويو رییسانو معصوم ستانکزي او عبدالحکیم هم په کې ګډون درلود، پر اختلافي موضوعاتو بحث شوی.