
هغه افغان چې په کډوالۍ کې یې هم رسنیز کارونه نه دي پرېښي
محمداسلم تیمور په فاریاب کې د رسنیو برخې فعال و چې نږدې شپږ کاله وړاندې یې د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښود. هغه اوس په یوه اروپايي هېواد کې اوسېږي.

محمداسلم تیمور په فاریاب کې د رسنیو برخې فعال و چې نږدې شپږ کاله وړاندې یې د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښود. هغه اوس په یوه اروپايي هېواد کې اوسېږي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د مالیې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو وکیلانو نومونه په ډاګه کړي.
د دغه وزارت سرپرست خالد پاینده تېره اوونۍ د دې جرګې یوې غونډې ته وویل چې په ګمرکونو کې د ورځې شاوخوا ۸ میلیونه ډالره غلا کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۳ زره او ۱۸۸ شکمنو کسانو نمونې کتلي چې له ډلې یې د ۶۲۳ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۱۴ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

د هېواد په لوېدیځ د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په وروستۍ برخه کې ګڼشمېر هغه کسان چې له کډوالۍ بېرته هېواد ته راستانه شوي، اوسېږي چې له قانوني اسنادو پرته یې بهرنیو هېوادو ته د یوه ښه ژوند د درلودو لپاره هڅه کړې وه، خو د کډوالۍ پرمهال د ژور خفګان له امله اوس دوی پر نشي توګو اخته شوي دي.

د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولانو درې کاله وړاندې په رسمي ډول د دغه ولایت هوايي دهلېز پرانېست او په لومړي ځل ترې هند ته صادرات پیل شول، خو اوس د هرات د صنایعو او سوداګرۍ مسوولان او یوشمېر سوداګر وايي، د دغه ولایت هوايي دهلېز یوازې په نوم پرانېستل شوی او د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې هېڅ ډول خدمات نه لري.

له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژېړۍ او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. په دې ډله کې د ارغنداب ولسوالي ډېری سیمې لا هم پر ماینونو پوښلې دي.

د هېواد په کچه په یوشمېر ولایتونو کې د جګړو او د تاوتریخوالي زیاتېدو خلکو اندېښمن کړي دي. اوس په لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، لغمان، نورستان، ننګرهار، بغلان، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب او ګڼشمېر نورو ولایتونو کې د افغان او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي. د جګړو پر دوام د لغمان په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي او د چارواکو په وینا چې وسلوال طالبان یې په شاه تمبولي دي.

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۳زرو او ۴۸۹ پېښې یې کتلي دي چې ۸۴۰ هغه یې مثبتې ختلي او په موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې د ۱۴۰۰کال په لومړيو درېو میاشتو کې یې د اداري فساد ۱۳۵۳ قضيې ثبت او رسېدنه کړې چې له ډله یې ۱۲۷۶ قضيې عادي او پاتې ۷۷ قضي بیا د اداري فساد اړوند د درنو جرمونو قضیې دي.

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د سنځل ګل دودېزې مشاعره کې د لوګر ولایت د لسګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د شعر مینوالو په ګډون سیمه ییزو چارواکو هم ګډون کړی وو.
شاعرانو او لیکوالانو د شعر او کلتور په ژبه د سولې او ورورلۍ شعرونه زمزمه کړل او د جګړې له دواړو لورو یې وغوښتل چې په هېواد کې نوره جګړه بس کړي، سولې او دایمي اوربند ته کار وکړي.

د بهرنیوچارو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره ویلي چې په نوي ډهلي کې یې د افغانستان د سفارت اته کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.دغه مکتوب د بهرنیوچارو وزارت د سیاسي مرستیال میرویس ناب له لوري لاسلیک شوی او دوه ورځې وړاندې د غبرګولي په لومړۍ نېټه خپور شوی دی.

یوشمېر امنیتي ځواکونو او ۳ ملکیانو بېګاه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالي په عمرخېلو کې د طالبانو د یوې بندخونې دېوال نړولی او په لوڅو پښو یې یوه نظامي مرکز ته ځانونه رسولي دي.

که څه هم یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد له څلورو میاشتو وروسته هېواد ته راستون شوی او ډېر ژر به خپلې چارې پیل کړي، خو د دفاع وزارت د رسنیو برخې مسوولان په دې اړه خبرو کولو ته نه حاضرېږي. دغه وزارت مخکې ویلي و چې خالد د درملنې لپاره له هېواده بهر تللی او په دې موده کې یاد وزارت د سرپرست له لوري اداره کېده.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲۸ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې یې دوه زره او ۶۴۷ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي چې له ډلې یاد شمېر پر دغه ویروس اخته شوي دي.

لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر محمدیاسین ضیا چې د لغمان امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه لغمان ته تللی وايي، په دغه ولایت کې یې طالبانو ته درنه مرګژوبله اړولې او امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی دی. لوی درستیز یاسین ضیا او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال خوشحال سعادت د لغمان د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه دغه ولایت ته تللي او د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې ده.

وزګارتیا او بېوزلۍ هرکال بېشمېره افغان ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ باسي او هغوی ښې راتلونکي ته د رسېدو په هیله نورو هېوادونو ته د تلو لپاره نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي. له دې ډلې ځینې له قانوني پړاونو تېرولو پرته خپلو هیلو ته رسیږي، خو یوشمېر نور چې اقتصادي وضعیت یې ناسم دی د نامنظمې کډوالۍ پر ګواښوونکو لارو روانېږي.