
وکیلان: د کابل د لوېدیځې سیمې د امنیت نیولو چارې دې خلکو ته وسپارل شي
پرون ماښام د کابل ولایت اړوند په درېیمه ناحیه کې پر مسافر وړونکو دو کاسټر ډوله موټرو د دوو جلاجلا چاودنو له امله ۱۰کسان ووژل شول او ۱۲کسان نور پکې ټپیان شول.

پرون ماښام د کابل ولایت اړوند په درېیمه ناحیه کې پر مسافر وړونکو دو کاسټر ډوله موټرو د دوو جلاجلا چاودنو له امله ۱۰کسان ووژل شول او ۱۲کسان نور پکې ټپیان شول.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره هممهاله د ناټو سر منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه به له کابل څخه خپل ملکي حضور ته دوام ورکوي او د افغان امنیتي ځواکونو د ځان بسیاینې او وړتیاوو لوړولو په برخه کې به له دوی سره همکاري کوي. پرون سه شنبه په بروکسیل کې ینس سټولټنبرګ یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، له دغه هېواد سره د اړیکو د پرېکون په معنا نه دی.

په وروستیو څو کلونو کې ګڼشمېر افغانان په هېواد کې دننه د ناامنیو، جګړو او ناخوالو سربېره د کورنیو ناسم اقتصادي وضعیت او وزګارتیا له امله د یوې ښې راتلونکې لپاره بهرنیو هېوادونو ته پر قاچاقي لارو سفر ته ملا تړلې چې نېکمرغه هغه به بخت تر خپلو هيلو رسوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ یا «سنتکام» وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو او نظامي تجهیراتو د اېستلو لړۍ له ۳۰ تر ۴۴سلنې پورې بشپړه شوې ده. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په وینا، دغه شمېر امریکایي سرتېري او نظامي تجهیزات له افغانستان څخه په مسوولانه او خوندي توګه اېستل شوي دي.

د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار اصلي اوسېدونکی محمد نادر وایي، په هېواد کې د ناخوالو او د یوه ښه ژوند د برابرولو لپاره یې له قانوني اسنادو پرته کډوالۍ ته زړه ښه کړ، خو له سختو او لوړو ژورو وروسته چې کله ترکیې هېواد ته ورسېد، د دغه هېواد د پولیسو له لوري ونیول شو او زندان ته واچول شو. هغه وایي، پولیسو دی ۴۰ورځې په زندان کې وساته او ډېر بد چلن یې ورسره کاوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې دا مهال څه باندې شپږ میلیونه ماشومان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي چې ۵میلیونه یې ډېر زیان لېدونکي دي.

په بغلان کې یوه باوري سرچینه وایي چې وسلهوالو طالبانو پرون د بغلان ولایت اړوند د مرکزي بغلان ولسوالي پرامنیه قومندانۍ موټربم برید کړی چې په دغه برید کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي، که راتلوونکو ۱۲ ورځو کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو شمېر ډېرو شو، نو په ټول هېواد کې به د کورونا ویرووس د مخنیوي لپاره په پراخه توګه محدودیتونه وضع کړي.

نن د هرات ولایت د ګمرکونو ریاست مخې ته د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د زعفرانکارانو ټولنې، سوداګرو مېرمنو او د مدني ټولنو یوشمېر غړو په یوې خبري ناسته کې د هېواد په ګمرکونو په ځانګړې توګه د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد له امله، خپل اعتراض څرګند کړ.

مریم په غور کې د هغې ۷کسیزې کورنۍ د ناوې مستعار نوم دی چې د کورنۍ ۵غړي یې پر نشهیي توکو اخته دي. هغه وایي، ۹کاله کېږي چې خاوند، خواښې، ندرور او دوه لېورونه یې پر نشهيي توکو روږدي دي.
مریم د خپل او خاوند د ژوند د اړتیا برابرولو لپاره د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د خیاطۍ کوچنۍ هټۍ جوړه کړې او ښځینه جامې ګنډي.

د هرات ولایت په اسلام قلعه ګمرک کې د زیانمنو شویو موټرچلوونکو استازي بصیر ارین نن په دغه ولایت کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې له درې نیمو میاشتو عدالت غوښتنې وروسته په دې بریالي شوي چې دوه ورځې وړاندې له دولت سره هوکړې ته ورسېږي او په وینا یې، دولت دا منلې چې زیانمنو شویو موټرچلوونکو ته به د غرامت په توګه ۸میلیونه ډالر ورکوي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دغې جرګې یوشمېر وکیلانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړو او تاوتریخوالي د ډېروالي له امله اندېښنه وښوده او وې وویل چې د وسلهوالو طالبانو بریدونه د ولسوالیو او د ولایتونو تر مرکزونو رارسېدلي دي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن د افغان دولت د مرکچي پلاوي ځينې غړي د مذاکراتو د بیا پیل په موخه دوحې ته سفر وکړي او په نیږدې راتلونکې کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه تمې ډېرې شوي، خو د طالبانو د مشر د نه شتون په اړه څرګندونې به د سولې پر پروسې څه اغېز ونه لري.

د سولې لپاره دوامداره او پیاوړې هڅې او د ۲۰۲۰میلادي کال د جینوا د ناستې پایلې د افغانستان د سولې په برخه کې مثبت ګامونه بلل کېږي. خو له دې سره سره که چېرې د سولې بهیر بریالیتوب ته هم ورسېږي، افغانستان اقتصادي ثبات ته د رسېدو لپاره اوږده لار پر وړاندې لري. د فساد پر وړاندې مبارزه، د سمون او اصلاحاتو راوستو سربېره د ټولنې او دولت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د دولت د مهمو بنسټونو ظرفیت لوړول او تلپاتې سوله په افغانستان کې ډېره اړینه ګڼل کېږي.

په هېواد کې د مخابراتي شبکو له قانون سره سم په ۱۳۹۴کال کې حکومت د مخابراتي شبکو پر پېرېدونکو ۱۰سلنه محصول ولګاوه. که څه هم له هغه وخت څخه تراوسه شپږ کاله تېریږي، خو لاهم په دې اړه ننګونه او پوښتنه دا ده چې دا پیسې چیرته ځي او څوک د موبایل کرېډټ کارټونو ۱۰سلنه مالیه راټوله وي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې چې څه باندې دوه میاشتې وړاندې په ټپه درېدلې وې، اوس افغان چارواکي وایي چې دغه خبرې به ډېر ژر بیا ځلې پیل شي او یوې پایلې ته به ورسېږي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن پرخپله تویتر پاڼه لیکلي چې د حکومت له مرکچي پلاوي سره یې په کابل کې لیدلي دي او په روان وضعیت او سوله یې ورسره خبرې کړي دي.