ګوترېش: د افغانستان ملاتړ د ملګرو‌ملتونو او ټولیز امنیت د تړون سازمان لومړیتوب دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتیرېش وايي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستان څخه ملاتړ د ملګرو ملتونو او د ټولیز امنیت د تړون سازمان د همکاربو په لومړیتوبونو کې ځای لري. نوموړي زیاته کړې، اقتصادي ستونزې، د وزګارتیا ډېرېدل او د انساني ناورین رامنځته کېدل، ناهیلۍ ته لمن وهي او افراط‌ګرايي او ترهګرۍ ته وده ورکوي.

بې‌پولې ډاکټران: افغانستان کې د شري ناروغۍ په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو څو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ د اخته ماشوماو پېښې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي.
دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اوس یوازې هرات کې د ورځې په شري ناروغۍ د اخته کېدو تر ۴۵ پورې پېښې ثبتېږي.

د بایډن وروستۍ پرېکړه؛ صرافان د «افغانۍ» ارزښت ټیټېدو ته اندېښمن دي

د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي، په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي. د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پرې بیاکتنه وکړي.

ټام وېسټ: اسلامي امارت هغه تېروتنه کوي چې امریکا په ۲۰۰۱ کې وکړه

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټام ‌وېسټ وايي، اسلامي امارت هغه تېروتنه تکراروي چې د امریکا متحده‌ ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې وکړه او اسلامي امارت ته یې په واک کې د ګډون زمینه برابره نه‌کړه. نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې له یوه داسې حکومت څخه ملاتړ کوي چې دغه هېواد او ملګري یې ونه ګواښي.

سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک د پانګې لیږد ناشونی دی

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي. خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

نصیراحمد فایق: ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ رهبرۍ لپاره توطیې شنډې شوې

ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د «حق او عدالت غږ بندولو او فساد سره د مبارزې په موخه» د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د رهبرۍ بدلون لپاره «وروستۍ هڅې او توطئې» شنډې شوي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې نن یوه بیانیه کې ویلي چې ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. دغه کمېټه وايي د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ شپږ میاشتې وروسته، د دغه هېواد په سطحه بشردوستانه اړتیاووې زیاتې شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بحران ته لاسرسی و نه‌شي، دغه هېواد کې به د لوږې تلفات د تېرو شلو کلونو د جګړو له تلفاتو څخه زیات شي.

بریټانیا راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د یوې غونډې کوربه دی

رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې له افغانستان سره ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.

د بایډن فرمان ته د اسلامي امارت غبرګون؛ « د افغانانو د شتمنیو غصب، څرګند تېری او ظلم دی»

اسلامي امارت د افغانستان د مرکزي بانک د یوې برخې د شتمنیو د مصادرې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستي فرمان په غبرګون یوه اعلامیه خپره کړې او هغه یې پاروونکې بللې او په اړه یې واشنګټن ته خبرداری هم ورکړی دی.

د کابل، ننګرهار او کونړ لاریون‌کوونکي: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي

د کابل، ننګرهار، کونړ او لوګر په سلګونو اوسېدونکیو نن د افغانستان د پانګې اړوند د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اجراییوي فرمان په غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریونوال وایي امریکا او متحدین یې باید تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې له امله د زرګونو افغانانو د وژل کېدو او د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي. دوی وایي چې کنګل شوې پیسې د افغانانو دي او بایډن باید خپل فرمان بیرته لغو کړي.

نظري د باميان اوسېدونکو ته: اسلامي امارت سره جوړجاړى وکړئ

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري  بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰۰ اوسېدوونکو ته په وینا کې له هغوی څخه وغوښتل چې له اوسني نظام (د افغانستان اسلامي امارت) سره جوړجاړی وکړي او له تقابل څخه ډډه وکړي.

د اماراتو ويزې د غوښتونکو اعتراض؛ “اته مياشتې کېږي چې له تګ نه پاتې يوو”

د عربي متحده اماراتو د وېزې متقاضیانو نن د وېزو نه ورکړې په غبرګون اعتراض وکړ. دغه معترضان چې زیاتره یې سوداګر دي وایي، د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې افغانستان ته راغلي خو اوس اته میاشتې کېږي چې عربي متحده اماراتو ته له تګ نه پاتې دي.