درېوو ولایتونو کې پر ۴۰۰۰۰ ښوونکو د پیسو د وېش بهیر پیل شو
د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د افغانستان ملي ټلویزیون د پوهنې وزارت د مسوولانو له خولې ویلي چې کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې ۴۰۰۰۰ ښوونکو باندې د نغدو مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا یونیسف ویلي چې محمد اګ ایویا یې په افغانستان کې د یاد بنسټ د نوي استازي په توګه ټاکلی دی.
ایراني رسنیو ویلي، په دغه هېواد کې یو موټر چې افغان کډوال یې په ناقانونه توګه ایران ته لېږدول، ټرافیکي پېښه کړې چې له امله یې مرګژوبله رامنځته شوې ده.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، لومړي ګام کې دې اسلامي هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو درناوي او کار او زدهکړو ته د افغان ښځو او نجونو اجازه ورکولو ته متوجه کړي.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر د یاد هېواد پارلمان ته په یوې غونډه کې ویلي چې له افغانستان څخه د ۴۰۰۰۰ کسانو د راېستلو لړۍ روانه ده چې تراوسه شاوخوا ۷۷۰۰ افغانان دغه هېواد ته رسېدلي دي.
غزني کې د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د «سردې» بند د بیارغونې عملي چارې پیل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې پاکستان د افغانستان خاورې ته نږدې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دغه هېواد د سختدریځو او بېلتونپاله ډلو پر وړاندې پوځي عملیات زیات کړي دي. رویټرز د پاکستان د پوځ په حواله ویلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د سختدریځو بریدونه ډېر شوي دي.
باختر خبري اژانس ویلي چې عملیاتي ځواکونو او روغتیايي ډله بریالۍ شوې چې زابل کې یوې څاه ته لوېدلی ماشوم راوباسي، خو د دې اژانس په وینا، یاد ماشوم د تنفسي ستونزو له امله ساه ورکړې ده.
په زابل کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شرافت وايي، یاد ماشوم په څاه کې دننه ساه ورکړې وه.
د هند کرېکټ غوره لیګ یا «ايپياېل» کې سږکال دوه نوې لوبډلې وراضافه شوي چې ورسره د یاد لیګ په سیالیو کې ځينې نوي قوانین هم رامنځته شوې دي.
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالي قومي مشر د خپلې شخصي ځمکې پر سر د څه باندې ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې پیل کړې. د جوزجان د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دغه ښوونځی به په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي چې په دوو درسي ټایمونو کې به د څه باندې ۳۰۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکو د ځایدو ظرفیت ولري.
د بلخ ولایت یو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د فابریکو خاوندانو د پنجشنبې په ورځ خبري غونډه کې د امریکا د ولسمشر پر هغه اجرایوي فرمان نیوکه وکړه چې امریکا غواړي د افغانستان بانک له کنګل شویو شتمنیو څخه نیمه برخه یې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکړي. هغوی د بایډن دغه پرېکړه بشري ضد او غیر قانوني عمل بولي.
د زابل سیمهییزې سرچینې وایي چې د يوه شپږ کلن ماشوم د ژغورنې عمليات چې دوه ورځې وړاندې په دغه ولايت کې په يوه څاه کې لوېدلی وو، لا هم دوام لري.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې چارواکو نن کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د دوی څو صنفونه د دیواليکېدو له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون په افغانستان کې د داعش او القاعدې ډلې حضور په تړاوو راپور خپور کړی دی. د پنټاګون په دغه راپور کې راغلي چې د افغانستان لپاره د داعش خراسان او نورې وسلهوالې ډلې په دې هڅه کې دي، څو د اسلامي امارت ناراضه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي.
د افغانستان ارزي زېرمو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام، کابل کې د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو موسسې غړې وايي چې امریکا دې افغانانو ته د تېرې ۲۰کلنې جګړې غرامت ورکړي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون