میراث؛ د ښځو شرعي حق او ټولنیز خنډونه

که څه هم اسلامي شریعت او د هېواد قوانین ښځو ته د میراث حق په ورکولو ټینګار کوي، خو افغانستان کې په ځانګړي ډول کلیوالي سیمو کې ډېری ښځې له دې حق څخه بې‌برخې پاتې کیږي.

د کورنیو له لوري ښځو ته د میراث حق نه‌ورکولو مسله ګڼ عوامل لري، خو تر ټولو مهم یې ناسم رواجونه، کورني فشارونه او د عامه پوهاوي د نه‌شتون مسله ده.

لوګر کې راستانه شویو ته د نمرو وېش پیل شو

د لوګر مرکز پُل‌علم اړوند د کډوالو مخکیني ښارګوټي ترڅنګ، راستنو شویو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پیل شوه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نمرو د وېش مراسمو کې وویل، دغه استوګنیز ښارګوټی پر شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي چې په کې ۱۰۲۵ استوګنیزې نمرې شاملې دي او هرې کورنۍ ته به د پنځو بسوو یوه نمره ورکړل شي.

د پوهنې وزارت له زرو ډېر خالي اداري بستونه اعلان کړل

د پوهنې وزارت د ازادې سیالۍ له لارې د هېواد د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او ښوونیزو حوزو ۱۰۶۰ خالي اداري بستونه اعلان ته سپارلي.

د دغه وزارت مسوولانو نن یکشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۰ مه کابل کې یوې غونډې پر مهال وویل، ګومارنې به په شفاف ډول ترسره شي.

د ایران سپاه‌پاسداران په امریکایي اډو د بریدونو خبرداری ورکړی

د ایران سپاه‌پاسداران خبرداری ورکړی چې که ایراني بېړۍ په نښه شي، منځني ځتیځ کې به په امریکايي اډو برید وکړي.

د راپورونو پراساس، د سپاه‌پاسداران سمندري ځواکونو ویلي: «د ایران د نفت‌وړونکو او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې هر ډول تعرض به سیمه کې د امریکا پر یوه مرکز او د دښمن پر بېړیو سخت برید ته زمینه برابره کړي.»

خيبرپښتونخوا کې چاودنې ۳ پاکستاني پولیس وژلي

خیبرپښتونخوا ایالت کې تېره شپه د یوې چاودنې له امله ۳ پاکستاني پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د راپورونو پر اساس، چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او بریدګر د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو ښار د پولیسو یوه پوسته په نښه کړې.

عامې روغتیا وزارت: دامهال ۱۱۲۶۰ کسان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، دا مهال د ټول هېواد په سطحه ۱۱ زره او ۲۶۰ کسان په تلاسیمیا ناروغۍ اخته دي.

د دغه وزارت مسوولانو د مې ۸مه د تلاسیمیا ناروغۍ نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پوهاوي ورکولو غونډې ته وویل، د یادو ناروغانو له ډلې ۵ زره او ۱۳۷ نارینه او ۶ زره او ۱۳۲ یې ښځې دي.

د سترو هیلو کارخونه، کندوز کې د یوې نوښت‌ګرې ښځې کیسه

په داسې حال کې چې هېواد کې د ښځو لپاره د کار زمینه محدوده ده، خو کندوز کې یوې ښځې د خیاطۍ او لاسي صنایعو کارخونه جوړ کړې.

هغې په دغه کارخونه کې نورو نجونو او ښځو ته د کار او مهارت‌ د زده‌کړو فرصتونه برابر کړي، هغه فرصت چې دوی د مالي خپلواکۍ ترلاسه کولو ته هڅوي او مرسته ورسره کوي.

مصنوعي ځیرکتیا؛ د افغان ځوانانو لپاره فرصت او که اندېښنه؟

مصنوعي ځیرکتیا نن سبا یوازې یو علمي مفهوم نه دی، بلکې د ځوانانو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې.
په ۳۲ ولایتونو کې له ۱۱۵۴ ځوانانو (۵۰.۶ سلنه نارینه او ۴۹.۴ سلنه ښځو) سره د سلام‌وطندار د یوې څېړنې له مخې، ۸۴.۱ سلنه ځوانانو لږ تر لږه یو ځل د کار، زده‌کړو او د ژوند د شخصي مسایلو په برخو کې له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کړې.

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته ۱.۳ میلیارده ډالر ورکوي

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان سره د شاوخوا ۱.۳ میلیارده ډالرو پور منظور کړی چې موخه یې د دغه هېواد د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او له نړیوالو مالي ننګونو سره د مقابلې وړتیا لوړول دي.

پاکستاني رسنیو نن شنبه ثور ۱۹ / مې ۹ راپور ورکړی چې د پور د نويو قسطونو پرېکړه به د دغه هېواد د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره مهم رول ولري.