د پوهنې وزارت د ازادې سیالۍ له لارې د هېواد د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او ښوونیزو حوزو ۱۰۶۰ خالي اداري بستونه اعلان ته سپارلي.
د دغه وزارت مسوولانو نن یکشنبه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د غویي میاشتې په ۲۰ مه کابل کې یوې غونډې پر مهال وویل، ګومارنې به په شفاف ډول ترسره شي.
د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو رییس شفیعالله منصور په دې اړه وویل: «نننۍ غونډه کې یو ځل بیا د مخکې په تسلسل د پوهنې وزارت غواړي چې د ولسوالیو د پوهنې امریتونو او تعلیمي حوزو خالي اداري بستونه اعلان ته وسپاري، دغه امریتونه چې د پوهنې وزارت درېیم واحدونه دي او تعلیمي نهادونو سره په مستقیمه اړیکه او رابطه کې دي له همدې امله د پوهنې وزارت هم په ډېر اهمیت ورته قایل دی.»
منصور دغه راز وايي، یاد بستونه د څلورمې درجې دي او د افغانستان د ۴۷۳ ولسوالیو اړوند دي، چې موخه یې د ښوونیز نظام د اداري برخو پیاوړتیا ښودل کېږي.
هغه وویل، پر شرایطو برابر کسان کولی شي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته مراجعه وکړي او غوښتنلیک ترلاسه کړي.
نوموړی زیاتوي، هغه کسان چې غواړي پر یادو دندو وګمارل شي نو تر راتلونکو لسو ورځو دې غوښتنلیک ترلاسه او نوم لیکنه وکړي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق په دې اړوند جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د پوهنې وزارت نظام کې د زړه حیثیت لري.
هغه په اعلان شوو بستونو کې د ګومارنې په اړه ولس ته د شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه:
«موږ بیا دا ملت تعهد ورکوو چې انشاالله یوازنی معیار به دلته کمال وي، معیار به پوهه وي، مسلکيتوب به وي، کدریتوب به وي، سمت پرسرستي، لسان پرسرتي او قوم پرستي نه وي.»
صادق زیاتوي چې د پوهنې وزارت د روان ۱۴۰۵ لمریز کال په اږودو کې په تدریسي چارو کې درې پروګرامونه په نظر کې نیولي او هڅه کوي چې دغه پروګرامونه هم عملي کړي.
د هغه په وینا، د افغانستان په کچه به د لېسې دورې آزموینې معیاري کړي، کنټرول به یې له مرکزه وي، په هر ولایت کې د لېسې جوړولو پلان لري چې لیلیه به هم ولري او راتلونکي کال کې به د لېسې دوره رشته بندۍ هم وشي.
«په اینده کال کې به انشاالله د موږ او تاسو د لېسې دورې رشته بندي کېږي، هلته به د هغوی وخت نه ضایع کېږي.»
د پوهنې وزارت داسې مهال د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او ښوونیزو حوزو لپاره له زرو ډېر خالي بستونه اعلانوي چې یو شمېر سیمو کې د اداري پرسونل کمښت د ښوونیزو چارو پر بهیر اغېز کړی دی.


