پکتیا کې په ۴.۹ میلیونه افغانیو د اوبو یو کوچنی بند جوړ شو
پکتیا کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زرمت ولسوالي اړوند سیمه کې د ۴.۹ میلیونه افغانيو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
د چارواکو په وینا، دغه بند «۸۵» متره اوږدوالی، «۶.۵» متره لوړوالی او د «۱۵۰۰۰» مترمکعب اوبه زېرمه کولای شي.