د افغانستان بانک سبا «۱۵» میلیونه ډالر بازار ته د لیلام په توګه وړاندې کوي
د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا «یکشنبه، کب ۱۹مه» به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک (شنبه، د کب ۱۸مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.