
د ګردېز ښاروالۍ د هستوګنې سيمو کې جوړ شوي مارکېټونه تړي
د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د تېرې سيمې د ښارګوټي هټۍوال وايي، د ښاروالۍ مسوولانو د هغو هټیو او غرفو تړل پیل کړي چې په عامه ځایونو کې د کورونو خواته او د سړک غاړو ته جوړ شوي وو.

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د تېرې سيمې د ښارګوټي هټۍوال وايي، د ښاروالۍ مسوولانو د هغو هټیو او غرفو تړل پیل کړي چې په عامه ځایونو کې د کورونو خواته او د سړک غاړو ته جوړ شوي وو.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د اهنګرانو کوڅه چې څه د پاسه پنځه لسیزې کېږي، اهنګران په کې بېلابېل کرنیز او د بڼوالۍ اړوند وسايل جوړوي. که څه هم ټکنالوژي پرمختللې او اوس ډېرې چارې د ماشین پر مټ ترسره کېږي، خو دلته لا هم په دودیز ډول اوسپنیز توکي جوړيږي.

د اسلامي امارت په راتلو سره په هېواد کې ګڼشمېر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې او ورځې تېروي. بلخ هم یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې د وزګارتیا او کار نهشتون له امله پکې د سوالګرو شمېر ډېر شوی دی.

د ننگرهار ولایت په شپږو ولسوالیو کې ګني ګښت کېږي چې ډېره برخه یې په کامې، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې دي چې د دغه ولایت د کرنې ریاست د مسوولانو په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال یې هم په حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

په هېواد کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو او وزګارتیا سر هممهاله ګڼشمېر هېوادوالو ته د یوې وچې ډوډۍ پیدا کول هم ستونزمن دي او که په دې کار بریالي شي، یوه وچه ډوډۍ نهشي کولای د دوی خېټه مړه کړي.

د کانونو او صنایعو خونې مشر شېرباز کمینزاده وایي، سره له دې چې د اسلامی امارت په راتلو سره امنیتي وضعیت ښه شوی، اختلاس او بډې اخیستل بند شوي، د ورته تولیداتو د قاچاق مخه نیول شوې او نورو برخو کې هم د دوی د کار لپاره ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي، خو بیا هم د هېواد په کچه ۳۰ سلنه فابریکې له فعالیته لوېدلې دي.

که څه هم په مخکیني حکومت کې به د ژمي پر مهال د هېواد په بازارونو کې د سوند توکو ترڅنګ، د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړېدې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي چې ګڼشمېر خلک یې د اخیستو وس نه لري. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د توکو بیې راټيتې کړي.

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د یوې کورنۍ خپلوان وايي چې یوې کورنۍ د لوږې او ناچارۍ له کبله خپل درې ماشومان پلورلي دي.
د دې کورنۍ یوه خپل اسدالله (مستعار نوم) سلاموطندار ته ویلي چې دغه کس د بېوزلۍ له کبله دوه ماشومان په ۵۰ زره افغانیو پلورلي او یوه کوچنۍ لور یې هم د پیسو په بدل کې یوه پاخه سړي ته په نکاح ورکړې ده.

ننګرهار کې د شوکاڼي کوچني قراردادونه چې لسګونه زره کسانو ته به د کار اسانتیاوې برابرې کړي، بیا پیل شول. د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د شوکاڼي کانونه شته چې په تېر کې یې هم د کیندنو قراردادونه شوي وو، خو تېر حکومت یې کارونه د فساد او قاچاق له کبله ځنډولي وو. تازه اسلامي امارت یو ځل بیا د دغو کانونو د کیندنو چارې پیل کړي.

د تخار د مرکز تالقانو ښار د دوهسوه بستریز روغتون روغتیايي کارکوونکی محمدصابر وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی او د ژمي را رسېدو او د خوراکي او سوندتوکو د بیو لوړېدو له کبله ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
د هغه په خبره، خپلې ستونزې یې د تخار د روغتیا ریاست او د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره شریکې کړي او تمه ده چې حل یې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف چې نن کابل ته راغلی، د افغانستان له رییسالوزرا ملا محمدحسن اخوند او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي چې په یادو ناستو کې د اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي مسایلو ترڅنګ، پر بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بېځایه شویو، بېوزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس په افغانستان کې د سختې لوږې له امله خبرداری ورکړی دی.

په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حقالعبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي.
دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍوالو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي. د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريفالله الهام وايي، ټولو هټۍوالو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ عواید ورکړي.

نیمروز کې د مالوچو یوشمېر کروندګر او پلورونکي سلاموطندار ته وايي چې سږ کال یې د وچکالۍ او د محلي مسوولانو د نهپام له امله خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصل نه دې ترلاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.