شنونکي: نړیوالې مرستې په افغانستان کې د ناورین مخه نه‌شي نیولی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په راتلونکي ژمي کې د بې‌ځایه شویو، بې‌وزله او ناورین ځپلو کسانو له ناوړه وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره له جي۲۰ هېوادونو غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې ازادې کړي او د بشري مرستو د ورکړې په اړه دې خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي.

د ګردېز ښاروالي د تېرو درېوو کلونو عواید را ټولوي

په پکتيا کې د ګردېز ښاروالي مسوولان غواړي چې د تېرو درېوو کلونو د پاکوالي، د ښاروالي د سړکونو حق‌العبور او جوازونو پيسې را ټولې کړي.
دوی وايي، په تېرو درېوو کلونو کې د عوايدو ټولولو ته پام نه‌ دی شوی او اوس غواړي چې له هټۍ‌والو، د غرفو، هوټلونو او مارکېټونو له مالکانو څخه عوايد را ټول کړي. د ګردېز سرپرست ښاروال مولوي شريف‌الله الهام وايي، ټولو هټۍ‌والو او د مارکېټونو مالکانو ته يې خبر ورکړی چې د ښاروالۍ عواید ورکړي.

نیمروز کې د مالوچو حاصلات د پام وړ کم شوي

نیمروز کې د مالوچو یو‌شمېر کروندګر او پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي چې سږ کال یې د وچکالۍ او د محلي مسوولانو د نه‌پام له امله خپلو کرنیزو ځمکو څخه ښه حاصل نه دې ترلاسه کړي.

چین: نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي

د رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او لوږې له زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق څخه یې غوښتنه کړې چې دغه هېواد سره مالي مرستې وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یونان ته د خپل سفر پر مهال کړي دي.

سوېل ختيځ زون کې د جلغوزيو بیه تر نیمايي رالوېدلې

خوست، پکتيا او پکتيکا هغه ولايتونو دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کې د جلغوزيو حاصلات دوه چنده شوي، خو بیه یې تر نیمايي رالوېدلې. ځنګلي سيمو ته پراته خلک وايي، سوداګر ورځي، خو جلغوزي ترې په ډېره ټيټه بیه اخلي. دوی وویل، تېر کال د جلغوزيو قیمتونه لوړ وو، خو سږکال يې په ټيټه بیه پلوري. د پکتيا په اريوب ځاځيو ولسوالي کې د جلغوزیو کاروباریان وايي، د جلغوزیو بیه رالوېدلې او حکومت باید ورته بازار پیدا کړي.

هرات کې د ګمرکي تعرفې د لوړوالي له امله د سوداګرو اعتراض

په هرات کې یو‌شمېر سوداګرو او د کارخونو مسوولانو په دغه ولایت کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د هرات په ګمرکونو کې له لوړې تعرفې نیوکه کوي او وایي، دغه چاره د دې لامل شوې چې د دوی کارخونو ته پر وخت خام مواد ونه رسېږي او اړ شوي چې خپلې کارخونې وتړي.

افغانستان د نړۍ په کچه د انساني ناورین په درشل کې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتیو ګوتریش په خپل ټویټرپاڼه په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د یوه انساني ناورین له پېښېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نړۍ په کچه د یوه ستر انساني ناورین په درشل کې دی.

عمران خان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې عمران خان پرون د سعودي عربستان په پلازمېنې ریاض کې په اقلیمي چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي جان کیري سره په لیدنه کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادیدو غوښتنه کړې.

د کابل برښنا په راتلونکي کال کې ۲۴ ساعته کېږي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي، پر داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې د کابل برښنا څلېرویشت ساعته شي.
د برښنا شرکت عملیاتي رییس صفي‌الله احمدزی وايي، له پلخمري تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزو په بشپړېدو سره به چې اوس یې ۶۰ سلنه کارونه مخې ته تللي، د کابل برښنا ۲۴ ساعته شي. د اسلامي امارت مسوولانو تر دې مخکې ویلي وو چې د پخوانیو پوروړو چارواکو جایدادونه به وپلوري.

کابل کې لوږې د یوې کورنۍ اته ماشومان مړه کړي

د کابل په لوېدیځ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلام‌‌وطندار ته ویلي چې ۲۲ ورځې وړاندې د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په اتفاق ښارګوټي کې د یوې کورنۍ اته ماشومان د لوږې له کبله مړه شوي دي.
د سرچینې په خبره، د یادو ماشومانو پلار څه موده مخکې د سرطان ناروغي له امله مړ شوی او ورپسې یې مور هم د ناچارۍ او ستړي ژوند له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

لوګر کې د بانکونو تړل کېدو د خلکو کاروبار خراب کړی

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي او سوداګر وایي، د اسلامي امارت له راتګ او دغه ولایت کې د بانکونو له تړلو وروسته د زرګونو کسانو، په ځانکړې توګه د سوداګرو کاروبار خراب شوی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
دوی د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې ژرترژره د بانکونو فعالیت ته د پخوا په شان اجازه ورکړي، څو سوداګر او عام خلک خپلو پانګو ته لاسرسی پيدا او خپلې چارې پر مخ یوسي.

یوناما: د افغانستان د اقتصاد پاشلو د مخنیوي لپاره باید ټول بنسټونه کار وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبر لاینز وایي، د افغانستان د اقتصاد پاشلو څخه د مخنیوي لپاره اړتیا ده چې د افغان ولس د ښځو او نارینه‌ وو په ګډون د حقونو ملاتړی او پراخ‌بنسټه حکومت جوړ شي. د ویناپاڼې پر بنسټ، په دغو لیدنو کې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین د خرابوالي او د بشري حقونو د اندېښنو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې خپل فعالیت بیا پیل کړ

عبدالمجید چې ۲۳ کاله عمر لري، له سهار نه تر ماښامه کار کوي، څو د هرات ښار کثافات ټول او د اوبو کانالونه پاک کړي. هغه تر دې وړاندې په دولت کې دنده لرله، خو اوس یې له لاسه ورکړې او د ملګرو ملتونو په پروګرام کې کار کوي.
نوموړی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، له نړیوالو سازمانونو غواړي چې نور ورته پروګرامونه هم پیل کړي.

«د کابل‌-‌ګردېز پر لویې لارې ویجاړ پلچکونه دې بېرته جوړ شي»

د ګردېزـ کابل لويه لاره چې شاوخوا سل کيلومتره اوږدوالی لري او سړک یې هم څو کاله وړاندې په بنسټیز ډول جوړ شوی، خو له پنځوسو زیات پلونه او پلچکونه یې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کې په ماینونو الوځول شوي چې اوس ترې موټرچلوونکي او مسافر شکایت کوي.

۸۰ سلنه فراهیان په لوږه او بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

لوږې او بې‌وزلۍ د فراه ولایت په لرې پرتو سیمو کې لسګونه کورنۍ اړ کړي چې د دغه ولایت مرکز ته را کډه شي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره هره دروازه وټکوي.
د فراه یو اوسېدونکی عبدالقادر د دغو کورنیو له ډلې د یوې هغې غړی دی چې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له کبله سختې شپې او ورځې تېروي. دغه کورنۍ بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. هغه وايي، څلور بچیان لري او هرې مرستندویې ادارې ته چې ورغلی، څه یې لاس ته نه دي ورغلي.