د مالیې وزارت: د سوداګرو د کار د اسانتیا په موخه یو پلاوی پاکستان ته تللی

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلام‌وطندار ته وویل، هغه سوداګر چې په افغانستان او پاکستان کې پر سرواګرۍ بوخت دي، په دواړو هېوادونو کې د مالیې په برخه کې له ستونزي سره مخ دي او د سوداګرو د کار د اسانتیا او د بې‌ځایه مالیتو د مخنیوي په موخه یو پلاوی پاکستان ته تللی دی.

سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه مالیې وزارت پاکستان ته پلاوی لېږلی

د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل سلام‌وطندار ته وویل، هغه سوداګر چې هم افغانستان او هم پاکستان کې فعالیت لري، دواړو هېوادونو کې ورڅخه د مالیې اخیستو له ستونزو سره مخ دي. هغه ویلي چې له دواړو هېوادونو څخه سوداګر باید یوه هېواد کې مالیه ورکړي او د دوه ځلې، مالیې ورکولو مخه باید ونیول شي.

د افغانستان بانک: د بانکونو فعالیتونه به ډېر ژر عادي حالت غوره کړي

د افغانستان بانک اعلان کړی چې د هېواد بانکي سیستم به ډېر ژر بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي. دغه بانک نن په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې ډاډ ورکړی چې د هېواد بانکي سکټور به بېرته ښه شي او ډېر ژر به یې فعالیتونه عادي حالت غوره کړي.

هندي رسنۍ: پاکستان افغانستان ته د هند د مرستو لېږد ته تراوسه اجازه نه ده ورکړې

هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې پاکستان تراوسه له خپلې خاورې افغانستان سره د هند له لوري مرسته شوي ۵۰۰۰۰ ټنه غنم او درملو ته د لېږد اجازه نه ده ورکړې. د دغې هندي رسنۍ د رپوټ پربنسټ، پاکستان وړاندې له خپلې خاورې افغانستان ته د هند مرستو ته د لېږد اجازه ورکړې وه، خو تراوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.

ننګرهار کې د ١٥میلیونو ډالرو په لګښت د چرګانو خوراک دانې فابریکه پرانیستل شوه

په ختیځ ولایت ننګرهار کې د چرګانو د خوراک دانې د تولید په موخه د ۱۵میلیونو ډالرو په ارزښت یوې فابریکې تازه په فعالیت پیل وکړ. د ننګرهار په صنعتي ښارګوټي شيخ مصري کې د تل پسرلي په نامه د يوه خصوصي شرکت له لوري ياده فابریکه پرانستل شوې ده. د دې شرکت مسوولان وايي، په دې فابریکه کې پنځه سوه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت: سږکال صادرات زیات او وارداتو کې کموالی راغلی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا زهیر سلام‌وطندار ته وویل، د تېرکال په پرتله سږکال صادراتو کې زیاتوالی راغلی چې د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت کورني تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شوي. نوموړی وایي، روان کال بیا وارداتو کې کموالی راغلی چې د څه باندې ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي هېواد ته را وارد شوي دي.

ستانکزی: افغانستان تل پوځي ډګر ګټلی، خو سیاست او اقتصاد کې پاتې راغلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معاون پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۲مې کلیزې په تړاو په جوړې شوې یوې غونډه کې وویل چې افغانستان تل په پوځي ډګر کې د نړۍ سترو قدرتونو ته ماته ورکړې، خو په سیاسي او اقتصادي برخه کې ناکام پاتې شوی دی.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او زده‌کړو برخه کې همکاري کوي

د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر سلطانوف بخیت تورلیخانوویچ چې نن د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د صنعت، سوداګرۍ او زده‌کړو په برخه کې همکارۍ ته لېواله دی.

د نورستان اوسېدونکي: ملي پارک مو ساده ژوند نه دی بدل کړی

نورستان چې دوه کاله وړاندې د ملي پارک په نوم ونومول شو، مرکز پارون يې د ګوتو په شمېر هټۍ لري او اکثریت خلک یې درو او کلیو کې اوسېږي. له مرکز پارون ۴۰ کیلومتره لرې «کانتياو دره» کې چې د څارویو لپاره پراخ څړځایونه لري، ژوند په بشپړه توګه ساده او د خلکو لګښتونه له خپلې مالدارۍ دي.

په وروستیو درېيو مياشتو کې د ځان‌وژنې ١٣ پېښې ثبت شوې دي

په وروستیو درېوو یعنې تلې، لړم او لیندۍ میاشتو کې د ځان‌وژنې د پښو په اړه د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د هېواد په ۹ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۱۳ پېښې ثبت شوي دي. د یادو موندو پر بنسټ، دغه ځان‌وژنې د وزګارتیا، د روان ګونګ وضعیت او کورني تاوتریخوالي له امله شوي چې ډېری پکې ښځې دي.

ملګرو‌ ملتونو د افغانستان اقتصاد پر پښو درولو لپاره ۸‌میلیارده ډالر په پام کې نیولي

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د اقتصاد پر پښو درېدو لپاره ۸ میلیارده ډالر بودجه په پام کې نیولې ده. وال‌سټریټ ژورنال دغه خبر د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي رامز الاکبروف او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي له قوله لیکلی دی.