
بریټانیا افغانستان سره د سل میلیونه پونډو مرستې اعلان وکړ
د بېړنیو مرستو نشتون د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.

د بېړنیو مرستو نشتون د ماشومانو د مړینې د زیاتوالي له خبرداري وروسته، اوس د بریټانیا دولت اعلان کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي.

د ناروې د کډوالو شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د مالي مرسته کوونکو هېوادونو له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول، د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو بهیر ټکنی کړی او میلیونونه کسان د مرستو له ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي.

د اروپا او امریکا ځانګړو استازیو په یوې ګډه خبرپاڼه کې چې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ویلي چې افغانستان کې د یوه پراخبنسټه سیاسي نظام د رامنځته کېدو لپاره ثبات او سولهییزې راتلونکې ته اړتیا ده. د دوی په وینا، افغانستان کې د هر حکومت د مشروعیت سرچینه به د دغه هېواد وګړي وي.

ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته کې په روان ۲۰۲۲کال کې د افغانانو لپاره د لېږد تعامل چوکاټ یا «TEF» د جوړېدو اعلان وکړ. دغه پراخه تګلاره به ملګرو ملتونو سازمان سره مرسته وکړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان کولای شي، خپلې بنسټیزې انساني اړتیاوې برابرولی شي.

د اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد کندوز ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له بزګرانو او بڼوالو سره یې کتلي دي. په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولانو د خپلو تېرو پنځو میاشتو کاري راپور وړاندې کړ.

د اسیا پراختیايي بانک پرون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو د مالي مرستو کڅوړه تایید کړې ده. دغه مرستې به په هېواد کې د خوړو امنیت، د روغتیا او ښوونې بېړنیو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ولګول شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ناروې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د یوشمېر خیریه موسسو له مسوولانو سره لیدلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ټاکل شوې چې د دغه سازمان امنیت شورا نن د افغانستان وضعیت څېړنې په موخه غونډه جوړه کړي.
یوناما ویلي چې تمه ده دغه ناسته نن د افغانستان په وخت ۷:۳۰ دقیقې پیل شي او مشري به یې د ناروې لومړی وزیر یوناس سټوره پر غاړه ولري.

د کندوز د پاسپورټ عمومي مدیریت مسوولان په وروستیو دوو میاشتو کې د دغې ادارې د عوایدو له ډېروالي څخه خبر ورکوي او وايي، د کندوز پاسپورټ عمومي مدیریت د فعالیت له پیل څخه تراوسه یې نږدې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه وېشلي دي. د نوموړي په وینا، په وروستیو دوو میاشتو کې ۶۰۰۰ نوي پاسپورټونه چاپ او وېشلي چې دغه بهیر په عادي ډول روان دی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا- پاسفیک څانګې له رییس برټر انډ لوتهوري او د سوېلي اسیا څانګې له رییس ډیمین سره د ناروې هېواد په اوسلو کې لیدلي دي.

د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په تړاو درې ورځنۍ غونډه جوړه شوې وه چې د اسلامي امارت پلاوي هم پهکې ګډون کړی دی.
په یاده ناسته کې له افغانستان سره پر بشري مرستو، ښوونې او روزنې، بشري حقونو، روغتیا او د امریکا له لوري د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګنګل شویو شتمنیو پر ازادېدو خبرې اترې شوي دي.

غزني ولایت د برښنا، اوبو، سړک او امنیت له اړخه په دې وروستیو څو کلونو کې نسبتآ د هېواد له محرومو ولایتونو څخه شمېر کېږي. د ازبکستان هېواد وارداتي برېښنا شاوخوا ۴ کاله وړاندې غزني ته ونښلول شوه چې د غزني ښار ځينې پلاني سیمې له دغې برښنا څخه برخمنې شوې.

په خوست ولايت کې د رزمي لوبو لوبغاړي وايي چې د مالي ستونزو له امله نهشي کولای، بهرنيو هېوادونو کې لوبې وکړي.

په افغانستان کې د وچکالۍ پرلپسې دوام زرګونه کرنیز او مالداره کورنۍ اړ کړي چي خپل کلي او کورونه پرېږدي او ښارونو ته مخه وکړي.

هندي رسنیو رپوټ ورکړی چې دغه هېواد له پاکستان سره هوکړې ته رسېدلی چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند مرسته شوي غنم ولېږدوي. په رپوټ کې راغلي چې تمه ده د زرګونو باروړنکو موټرو دغه جوپه د روان میلادي کال د فبرورۍ په لومړیو کې افغانستان ته ولېږدول شي.

خوست او پکتيا کې د چرګانو یوشمېر فارملرونکي وايي، له پاکستان څخه په پراخه کچه د چرګانو په واردېدو سره یې کاروبار زيانمن شوی دی. دوی له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان څخه د غوښې چرګانو په واردولو محصول زيات کړي، څو په کور دننه توليدات پراختيا پيدا کړي.