د رسنیو د بیافعالیت لپاره هڅې؛ اسلامي امارت ورته بهرنۍ مرستې راټولوي

د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح‌الله مجاهد وايي، د مالي ستونزو له امله تړل شویو او سقوط سره مخ رسنيو ته د بهرنيو مرستو د راجلبولو په هڅه کې دي. ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه چې نړیوالو ورسره د اقتصادي ستونزو په دلیل د سقوط شویو رسنیو د بیا فعالیت او تمویل په ‌پار یو لړ ژمنې هم کړي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: نړۍ باید د اوکراین ترڅنګ افغانستان ته هم پام وکړي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې د اوکراین ناورین ته د نړۍ د پام وګرځېدو ته په کتو باید د افغانستان وضعیت هم له پام څخه ونه غورځول شي. د ژغورنې نړیوالې کمېټې افغانستان کې اقتصادي ناورین ته د رسېدو او افغانانو څخه د ملاتړ په موخه د مرستو د ډېروالي په برخه کې د امریکا او نورو هېوادونو وروستي ګامونه ستایلي دي.

افغانستان کې د رسنیو وضعیت څخه د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې اندېښنه

د خبریالان د خوندیتوب نړیوالې کمېټه وايي چې افغانستان کې رسنۍ په خورا بد وضعیت کې دي. د دې کمېټې د موندنو له مخې، په داسې حال کې چې افغان رسنیو په تېرو دوو لسیزو کې ښې لاسته‌راوړنې درلودې او د پرمختګ پر لور روانې وې، خو اوس د بندیزونو له یوه نوي پړاو سره مخ شوي دي.

له دې وروسته به د کانونو د موادو پروسس په هېواد کې دننه کېږي

 د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت‌الله برهان وایي، د شلو وړو کانونو تړونونه چې تېر حکومت کړي و، له ځینو اصلاحاتو وروسته د اجرا په موخه بېرته قرارداد کوونکو ته سپارل شوي دي. دی وایي، د ۱۹ لویو کانونو کار اعلان او داوطلبۍ ته چمتو شوي او د ۱۶ وړو کانونو د اعلان پروسه بشپړه شوې او راتلونکې اوونۍ به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

ډیبورا لاینز: نړیواله ټولنه دې د افغانستان اقتصاد ژغورنې لپاره ګامونه واخلي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په شپه د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ديبورا لاينز امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. هغې وویل، ملګري ملتونه او همکاران یې ژمي کې افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کېدو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

رینا امیري: د افغانستان ثبات لپاره دې د ښځو او نجونو له استعداده کار واخیستل شي

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وویل، افغانستان باید د ثبات خوا ته د تلو لپاره د ښځو او نجونو له استعداد څخه ګټه پورته کړي.
هغې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان ښځو او بشري حقونو او اسلامي نړۍ کې یې د رول ارزښت په اړه د قطر چارواکیو سره څو ورځې د دغه هېواد پلازمینه دوحه کې بحث او خبرې کړي دي.

د رسنیو مالي ستونزې؛ لغمان کې د یوې خصوصي راډیو نشرات بند شوي

د «خیبر نوښت» راډيو مدیر مسول کيهان محمدزي وویل، دغې راډیو له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې لغمان او شاوخوا سیمو کې د ایف‌ایم پر ۹۴،۵ څپه خپرونې کولې چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته مالي ستونزو سره مخ شوه.
هغه وايي، د څلورو نجونو په ګډون یې ۲۲ کارکوونکي درلودل او د منابعو نشتوالي له کبله اړ شول، چې نشرات بند کړي.

نړیوال بانک د افغانانو د ملاتړ پرمختیايي کړنلاره تصویب کړه

نړیوال بانک ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندوق او د نړیوالې ټولنې د تمویلوونکو په غوښتنه، د دغه بانک مشرتابه پلاوي د افغانانو د ملاتړ لپاره پرمختیايي کړنلاره تصویب کړې .
د نړیوال بانک اعلامیه کې راغلي چې د دغې کړنلارې پربنسټ د افغانستان د بیارغونې صندوق یو میلیارد ډالر ملګروملتونو او غیردولتي نړیوالو سازمانونو ته ځانګړي کیږي.

ملګري ملتونه سبا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه جوړوي

ټاکل شوې د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته وکړي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما ویلي چې سبا به د ملګرو‌ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو‌ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز به په دې ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه رپوټ هم وړاندې کړي.