پکتیا کې د څښاک اوبو رسولو د لسو پروژو چارې پيل شوې

 د پکتیا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي چې د یونیسف ادارې په مالي لګښت او د ډاکار موسسې له‌خوا د دغه ولایت په مرکز ګردیز او ۸ ولسوالیو کې د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکولو اوبو رسولو د لسو پروژو چارې په رسمي توګ پيل شوې.

اسلامي امارت په غور کې نادولتي مرستندويه موسسو ته د بيافعاليت اجازه ورکړه

د غور سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د نا‌دولتي مرستندویه بنسټونو د بیا پرانیستلو خبر ورکړی دی. د غور د والي ویاند، عبدالواحد حماس سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت والي احمدشاه دین‌دوست پرون د ملګرو ملتونو له مرستیال سره په کتنه کې په غور کې د نادولتي مرستندویه ادارو د بندېدو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت چارواکو بلخ کې د قوش‌تیپې کانال پروژه پرانیسته

د قوش تيپې کانال د هېواد د تر ټولو سترو کانالونو له ډلې يو دى چې د بلخ ولايت په کلدار ولسوالي کې له آمو سيند نه پيل شوى او د حيرتان له دښتو، د بلخ له دولت اباد او د جوزجان له اقچې ولسوالیو نه په تېرېدو د فاریاب په اندخوى ولسوالي کې پاى ته رسېږي. دغه کانال ٢٨٥ کيلومتره اوږدوالى، سل متره سور او ٨٥ متره غوچوالى لري.

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د خوړو بحران په ژورېدو دی

د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کې دی.  د خوړو نړيوال پروګرام يوې څېړنې ښودلې چې دا مهال د افغانستان ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خونديتوب نه لري او دا شمېرې د لوړيدو په حال کې دي.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو درېیمه غونډه؛ متقي بیجینګ ته رسېدلی

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن په ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په درېمه غونډه کې د ګډون په موخه د چین پلازمېنې بیجینګ ته ورسېد.

ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو دوه‌ورځنی نندارتون جوړ شو

ننګرهار کې د بزګر ورځې نمانځنې سره هم‌مهاله د حکومتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندراتون پرانستل شو. د کورنیو تولیداتو دغه نندراتون کې د هېواد بېلا بېلو سیمو کې لسګونه تولید شوي توکي لسګونو غرفو کې نندارې او خرڅلاو ته کېښودل شوي.

د تجارتي شرکتونو ټولنه: افغان پانګوال دې هېواد ته راستانه شي

د افغانستان د پانګوالو د تجارتي شرکتونو ټولنه نن کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه خپل فعاليت پيل کړ. د دې ټولنې مسوولان وايي، دا ټولنه  د افغانستان د پانګوالو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ناسته؛ شنونکي: له اقتصادي پلوه ګټوره ده

د چین د بهرنیو چار وزارت ویلي چې هېواد به یې سبا چهارشنبه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې کوربه وي.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو ویلي، تر اوسه د یادې غونډې له اجنډا څخه ډېر معلومات نه‌لري، خو زیاتوي چې پر اقتصادي او ورته مسایلو به په‌کې خبرې وشي.

روزګان کې د طبیعي ګازو زېرمې موندل شوي

د روزګان ولایت چارواکي  وايي چې د دغه ولايت اړوند په دهراوود ولسوالي کې داسې نښه موندل شوي چې د دغې ولسوالي په ځینو سیمو کې د ځمکې لاندې د طبیعي ګازو زېرمې موجودې دي.

افغان او ازبکستاني پلاوي د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر ټرانزیټ خبرې کړي

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د مطبوعاتو او عامه اړیکو مسوول امام‌الدین احمد سلام‌وطندار ته وايي چې د اسلامي امارت د یوشمېر ادارو ګډ پلاوي ازبکستان ته سفر کړی او له دغه هېواد سره یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارې د پرانیستلو په اړه خبرې کړي دي.