کابل کې د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستلو شو

د افغان سوداګرو په نوښت په کابل کې د کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون کې ۱۵۰غرفې نارینه‌وو او ۱۵۰هم ښځو ته ځانګړې شوي چې بېلابېل کورني او بهرني تولیدات په کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

نړیوال بانک افغانستان کې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې تصویب کړې

نړیوال بانک اعلان کړی چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مدیریت صندوق سره یې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت درې پروژې چې په‌کې کرنه، روغتیا او د خلکو د لومړنیو اړتیاو پوره کول شامل دي، تصویب کړي دي. نړیوال بانک یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژې به د ا.آ له کنټرول پرته، د ملګرو‌ملتونو د بنسټونو او نادولتي سازمانو له لوري پلې کېږي.

د ډیبورا لاینز او د قزاقستان د ولسمشرکتنه؛ ا.ا: د هېوادونو اندېښنو لپاره خبرو ته اماده یوو

د قزاقستان رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز او ورسره مل پلاوی یې د دغه هېواد له جمهوررییس قاسم جومر توقایف سره کتلې. د دې لېدنې اصلي موخه د افغانستان وضعیت ارزول، له ترهګرۍ سره مبارزه او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د دوه ورځې مخکې د غونډې پر پایلو بحث بلل شوې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته راغلی

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر د څارنې په موخه کابل ته راغلی دی. د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې دغه پلاوی اسلامي امارت سره د نوي ډیلي د مرستو په اړه خبرې وکړي.

کسب‌کاران: وروستیو سیاسي تحولاتو مو کاروبار له رکود سره مخ کړی

په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د ځینو کسبونو لکه نجاري، خیاطي او کولالي بازار د مخ په ځوړ حالت سره مخ دي.

یو‌شمېر کسبګر وايي چې کارونه یې د پخوا په پرتله خورا خراب شوي او له تېرو اتو میاشتې راهیسې هېڅ کاروبار نه لري.

شنونکي: هېواد کې د روان وضعیت دوام به افغانانو او نړۍ ته ناوړې پایلې ولري

اسلامي امارت سره د نړیوالو پر تعامل د یوشمېر هېوادونو له ټینګار وروسته، د چارو ځینې کارپوهان په دې باور دي چې که اسلامي امارت نړۍ سره تعامل ونه کړي، روان وضعیت به تر دې هم ترینګلی شي او پایلې به یې د افغانانو ترڅنګ د نړیوالو په زیان وي. دوی وايي چې اسلامي امارت له نړۍ او نړیواله ټولنه باید اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د ا.ا ځواکونو یو ځل بیا په کابل کې د ښځو د اعتراض مخه ونیوله

له ځنډ وروسته یو‌شمېر ښځو نن یو ځل بیا په کابل کې سرکونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل. دوی د بې‌وزلۍ د پراخېدو او د اسلامي امارت له لوري پر ښځو د محدودیتونو د دوام په غبرګون کې اعتراض وکړ. ټاکل شوې وه دغه اعتراض په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې وشي، خو د ا.ا د ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د کابل «انتیک‌فروشي» کوڅه کې د زینتي توکو بازار له رکود سره مخ دی

د کابل د نوي ښار د زینتي توکو کوڅه یا «انتیک‌فروشي» چې کلونه تاریخ لري او د قیمتي او زینتي توکو د راکړې ورکړې تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي، اوس یې بازار له رکود سره مخ دی.
د زینتي توکو کوڅه کې یو‌شمېر هټۍ‌وال وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې، پېردونکي خورا کم شوي او بازار یې له رکود سره مخ دی.